دکندهار دمحبوسينو ټولنيزي او حقوقي ستونزي د عدلي او قضايي ارګانونو له مسؤلينو سره شريکي سوې

د یکشنبې په ورځ د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په حضور کي د ولسي جرګې غړو ګل احمد کمين، سيد احمد سېلاب او سيد احمد خادم د عدلي او قضايي ارګانونو له مسؤلينو سره ليدنه وکړه.
په ليدنه کي د ولسي جرګې غړو وويل، د خپلو رخصتيو څخه په ګټه اخيستنه يې د کندهاري ولسونو سره د ليدنو په دوام د کندهار د محبوسينو سره هم ليدلي، چي په خبره يې ياد محبوسين دامهال له ستونزو سره مخ دي او هغه ته دي د حل لاري ولټول سي.


دغه راز د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د ولسي جرګې له راغلو استازو څخه مننه وکړه، چي خپلي رخصتۍ يې د خپل ولس د ستونز حل ته ورکړي او د حل لاري ورته لټوي.
په ورته وخت کي د عدلي او د قضايي ارګانونو مسؤلينو ډاډ وښود، چي د قانون په چوکاټ کي به د محبوسينو دوسيې څېړي او لازمي لاري چاري به ورته لټوي.

1600 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...