کندهارته دمحلي ادارې دپلان سره سم د ورکول سوي بودجې ترڅنګ اتلس نوري پراختیايي پروژې منظورسوي

په ولسي جرګه کي د کندهار استازي وايي، د محلي ادارې له لوري د پلان سوي بودیجې څخه یې دفاع کړې او د تېرو کلنو په پرتله دا مالي کال کندهار ته ښه بودیجه ځانګړې سوې ده.

قومي مشران او مدني فعالین وايي، په دې ولايت کي دي د لويو پروژو د کارونو د چټکتیا او منظورۍ لپاره کار وسي، څو ددې ولایت د دایمي اقتصاد لپاره اساسي کار سوی وی.

له تېرو څو ورځو څخه د ولسي جرګې غړي په ژمنیو رخصیتو کندهار ته راغلي چي تر دا مهاله یې په ښار او ولسوالیو کي د دولتي ادارو مسولینو ولسي او قومي مشرانو سره لیدني کتني کړي، چي ددې ولایت ځيني ستونزي یې په ولایتي کچه حل کړي او هغه ستونزي چي په مرکزي دولت پوري اړه لري له ځان سره یاداښت کړي چي تر رخصتیو وروسته به په مرکزي ادارو کي کار ورباندي وکړي.

د ولسي جرګې غړی ګل احمد کمین وايي، کندهار ته د راتګ سره سم یې د خپلو دوو نورو  همکارو وکیلانو سیداحمد سیلاب او سیداحمد خادم سره د روغتیا او معارف او ولسوالیو د ستونزو په اړه لیدني کړي او هم یې د کندهار محبس د بندیانو ستونزو ته رسیدګي کړې ده.

ګل احمد کمین وویل له دې مخکي چي کندهار ولایت ته په رخصتۍ راسي په مرکز کابل کي د کندهار د عمده ستونزو لپاره هلي ځلي کړي، چي په ورستیو کي یې د محلي ادارې له لوري د بودیجې د پلان څخه دفاع کړې او د ضرورت سره برابره بودیجه یې د دې ولایت لپاره منظور کړې ده.

د هغه په خبره، کندهار ته د ځانګړي سوي بودیجې تر څنګ یې اتلس نوري پراختیايي پروژې دې ولایت ته راوړي چي دا د تېرو کلنو پر تله  بې ساري ده

بل خوا د کندهار قومي مشران او مدني فعالین د ولسي جرګي د استازو هڅي ستايي خو وايي چي د کندهار لپاره د اوبو مهارولو لپاره بايد کار وسي ځکه دا ولایت زراعتي ولایت دی او د خلګو زیاته برخه اقتصاد له دې لاري جوړیږي.

هغوی وايي، چي د کندهار د څو بندونو د جوړولو چاري دي چټکي سي.

دا په داسي حال کي ده، چي د کندهار دهلې بند لوړولو کارونه روان دي، خو تر دا مهاله یې د استملاک چاري لا نه دي بشپړي سوي .

خبریال: احمدشاه شاداب

751 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...