پاکستان کې د ناروغانو له مجبوریت ناوړه ګټه اخیستل کیږي /بریالې ویاړ

پاکستان کې ځینې روغتونونه او ډاکټران درملنه کې مشهور شوي او زیات مراجعین لري، له همدې کبله اوس د پاکستان ځینو روغتونونو او کتنځایونو کې د ناروغانو له مجبوریت ناسمه ګټه اخلي او د بدن غړي ترې وباسي.
د بدن غړي چې ډير زیات قیمت لري، له پاکستان څخه نورو هېوادونو ته قاچاق کیږي.
پاکستاني ډاکټران د بدن زیات غړي له افغانانو وباسي، ځکه کله چې دوی د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي او ناروغ باندې یې هر څه وشي، د شکایت او عریضې حق نه لري چې په روغتون او یا ډاکټر باندې نیوکه وکړي.
پاکستان پخوا یوازې د ترهګرو د روزلو په وسیله په ډله ییز ډول د خلکو په وژلو تورنیده، خو اوس د ترهګرۍ په یوې بلې وحشتناکې بڼې تورن شوی.
مخکې پاکستاني ډاکټران د ناروغانو د بدن د غړو په ویستو او دننه پاکستان کې یې پر نورو په پلورلو تورنیدل.
اوس د دغه هېواد د رسنیو تازه راپورونه ښیي، چې پاکستاني ډاکټران له پاکستانه بهر ته هم د انسان د بدن غړي قاچاق کوي.
رسنۍ وایي، چې د پاکستان قانون جوړونکي بنسټونه او د قانون د تطبیق څارونکې ادارې دغې مسئلې اندیښمن کړي.
د پاکستان په مختلفو خروجي سرحدونو، هوایي او سمندري برخو کې عصري ټېکنالوژي فعاله شوې څو په اسانه د انسان د بدن غړو د قاچاق مخنیوی وکړي.
د دې ترڅنګ له روزل شویو سپیانو څخه هم د دغه قاچاق د مخنیوي لپاره ګټه اخیستل کیږي.
له دغو هڅو سره بیا هم پاکستان د دغه قاچاق په مخنیوي کې ناکام ګڼل شوی.
له پاکستان څخه د انسانانو د بدن د غړو قاچاق تر منځني اسیا، اروپا او ان امریکا متحده ایالاتو رسیدلی دی.
د دغه قاچاق یوه بڼه دا ده، چې پاکستاني قاچاقبران د خپل وجود د غړو پلورونکو کسانو ته بهرنیو هېوادونو کې پېرونکي مومي او بیا دوی هم د وجود د غړو د پلورنې د مرحلې تطبیق ته بیایي.
سرچینې وایي له ناروغانو؛ په ځانګړي ډول له بېوزلو او نابلدو هغو یې هم پاکستاني ډاکټران او قاچاقبران ډېره ناوړه ګټه اخلي.
دوی دغه ناروغان د ارزانه یا وړیا عملیاتو په نوم د وجود د ځینو غړو( پښتورګو او نورو) څخه محروموي او تر ډېره یوه- یوه پښتورګه ترې را باسي.
د سرچینو په حواله دا ناوړه تر ډېره له افغان ناروغانو ځکه کیږي، چې دوی د پوښتنې او ځان د دفاع کومه اسره په پاکستان کې نه لري او څوک یې غږ نه اوري.

795 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کابل یو وار بیا د تروریستانو په خونړي برید کې د ملکي مرګ ژوبلې شاهد دی!

افغان ولس د کابل پرونی غوندۍ پېښې په څېر بشري ضد جنایت محکوموي او د ...