طالبان د پاکستان ځواک دی / عبدالمنان توحیدیار

د طالبانو اصلیت که چاته نه وي مالوم، ډیورنډ کرښې ته څېرمه له ولسونو دې پوښتنه وکړي او یا دې هغه سیمې په خپلو سترګو وویني، نو ورته به مالومه شي چې طالبان د څه لپاره راپورته شوي او کوم برنامې او پروژې مخ ته وړي.
هغو سیمو کې چې پاکستان اغزن تار تېر کړ، د هغه ځای د امنیت ساتلو او وضعیت ګډوډلو مسوولیت پر طالبانو اچول شوی و او طالبانو اجازه نه ورکوله چې ولسي خلک غبرګون وښيي.
دغه راز طالبانو په هغو پوستو باندې بریدونه وکړل چې د پاکستان اغزن تار تيرولو پروړاندې خنډ و او ډيرو سیمو کې ان سرحدی پولیس پوستو پريښودو ته مجبور کړل.
طالبانو ته پاکستان همداسې قومندان کړې وه چې هیڅ داسې څوک دې ځان نه خوځوي چې پاکستان کارونو ته مزاحمت وکړي.
د اغزن تار تر څنګ پاکستان ډيورنډ کرښه باندې تاسیسات جوړ کړل او د دې تاسیساتو جوړیدو کې یې هم له طالبانو ډیره مرسته ترلاسه کړه.
تاسو به اوریدلي وي، یا به مو لیدلي وي چې ولسي خلکو هیڅکله اجازه نه ورکوله چې تاسیسات جوړ شي، یا اغزن تار تېر شي، خو دا چې ډیورنډ کرښې ته نږدې د طالبانو فعالیت زیات و ، نو خلکو ته یې اجازه نه ورکوله چې د پاکستان د کارونو مخه ونیسي.
پاکستان د دې په بدل کې طالبانو ته د پيسو تر څنګ اجازه ورکړې چې له ډیورنډ کرښې ازاد تګ راتګ او اکمالات وکړي.
افغان حکومت ډير کله ملامت بلل کیږي چې ولې یې اغزن تار او کټارو ته اجازه ورکړه، خو طالبان هیچا ملامت نه کړل چې پاکستان لپاره یې د دې کار امنیت نیولی و او هیچا ته یې اجازه نه ورکوله چې پاکستان ځواکونو ته مزاحمت وکړي.
له دې ورهاخوا کندهار کې څو ځل د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې ډير کله طالبان د پاکستان په طرف ولاړ دي او پر افغان ځواکونو یې برید کړی.
د دې تر څنګ کله چې پاکستان سره نښته پيل شي، بیا حمایوي ځواک ډيورنډ کرښې ته ځان رسوي، طالبان لار کې کمین ورکوي او یا ورته ماینونه ږدي چې په وخت اکمالات و نه رسیږي.
نو دا هر څه لکه لمر روښانه دي چې ډيورنډ کرښې ته نږدې طالبان د پاکستان ملیشې دي او د طالبانو ترنامه لاندې فعالیت کوي چې زیات ضرر یې ولسونو ته رسیږي.
له کندهار نیولې، بیا پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي چې طالبان پکې ډیورنډ کرښې ته څېرمه فعالیت کوي او د پاکستان ګټې خوندي کوي.
ان داسې پېښې هم شته چې طالبانو د پاکستان په خوښه هغه کسان وژلي چې د پاکستان لپاره مزاحمت کوي.
نو ویلی شو چې طالب یو ناسور دی او تر څو چې فعالیت کوي دا ناسور به پراخه کیږي او افغانستان او افغانانو ته به زیان رسوی.

964 ټول کتل سوی شمېر 8 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کابل یو وار بیا د تروریستانو په خونړي برید کې د ملکي مرګ ژوبلې شاهد دی!

افغان ولس د کابل پرونی غوندۍ پېښې په څېر بشري ضد جنایت محکوموي او د ...