دکندهارولايت مقام په اداري مجلس کي د ۱۳۹۹ کال لپاره دکندهار اساسي ستونزي د ولسي جرګې غړو ته وړاندي سوې

دپنج شنبې په ورځ د کندهاروالي په مشرۍ د اداري مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه، چي په لومړي ځل په ولسي جرګه کي د کندهار اتو تنو استازو ((سید احمد خادم، ګل احمد کمین، حاجي روح الله خانزاده، ډاکټر محمود نصرت، ملالۍ اسحاقزۍ، سيد احمد سیلاب، مقتدا اغا میران او پروین محمدي)) ګډون کړی وو، چي پر مهال يې مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم او د اداري مجلس ټولو غړو حضور درلود.

د غونډي په پيل کي کندهاروالي حیات الله حیات د ولسي جرګې راغلو غړو ته ښه راغلاست ووایه او ټولو رئیسانو ته يې وویل، چي د ۱۳۹۹ کال لپاره د خپلو ریاستونو اړوند ټول مسایل شریک کړي، ترڅو د کندهار استازي يې د مرکز په کچه د حل په موخه همکاري وکړي.

وروسته په ولسي جرګه کي د کندهار استازو سید احمد خادم، ګل احمد کمین، حاجي روح الله خانزداه، ډاکټر محمود نصرت، سید احمد سیلاب او مقتدا اغا میران يو په بل پسې خبرو کي وویل، چي دوی د ژمنیو رخصتیو په استفاده کندهار ته راغلي او دلته يې لومړی د ولسوالانو، ولسي، قومي او اقتصادي شوراګانو، ولسوالیو پوهني او روغتیا امرینو، مدني فعالانو، محبوسینو او ټولني د بیلابیلو اقشارو سره د هغوی د ستونزو اوریدو په موخه لیدلي، چي په دې لړۍ کي يې ګڼ شمیر هغه مسایل هم یاداشت کړي، چي په مرکزي کچه باید ورته حل لاري وړاندي سي.

دوی وویل، په ۱۳۹۹ کال کي به د کندهار لپاره لاندي اساسي برخو کي د مرکز او ولایت په کچه د حل هڅي کیږي، چي د بريښنا ستونزي حلول، د ډيزاین سوو پروژو لپاره بودیجه موندل، د تذکرو پاڼو د کمښت ستونزه حلول، د روغتیايي کلینیکونو ارتقاع او د تشکیل اضافه کول، د پوهني تشکیل، تعمیرونو او کتابونو نشتون ستونزي حلول، د ولسوالیو سرحدات ټاکل او پکښي د چیک ډمونو او بندونو جوړول، په ګڼ نفوسه امن ولسوالیو کي د پوهنتون څانګي پرانیستل، د ولسوالیو د حجاجو سهمیه معلومول، نا امنه ولسوالیو کي د مخابراتي شبکو فعالول، د ولسوالیو مهم سړکونه جوړیدل، د خوراکي توکو د کیفیت کنټرول لابراتوار چاري پیلیدل، د حیواني کلینیکونو او وټرنرانو د نشتون ستونزه حلول، د سړکانو تخریب د مخنیوي په موخه د فواید عامي ترازوګانو موجوده ستونزي حلول پکښي شامل دي.

د ولسي جرګې وکیلانو همداراز وویل، چي د زاړه قول اردو لپاره جوړ سوی پلان دي د مرکزي ادارې سره شریک او عاجل اقدام دي ترسره سي او په خبره يې په دولتي ادارو کي دي د ښځو وڼډه ډیره سي، ضد حوادث ریاست دي د ولسوالیو شورا ګانو سره په همږغۍ اړمنو کسانو ته مرستي توزیع کړي، ولایتي اداره دي د احمدشاهي جادې استملاک پاته بدیل ورکولو کي پراخي هڅي وکړي، د اداري اصلاحاتو ریاست دي د کمپيوټري ازمویني اړوند ازموینه ورکوونکو ته مخکي تر ازمویني لارښوونه وکړي، د بندو ښوونځيو په خلاصون کي دي ولایتي اداره د ولس سره په ګده هڅي وکړي او په خبره يې د پاکستان څخه د بې تثبیته غوښو، بې کیفیته تاریخ تیره درملو او خوراکي توکو د راوړلو مخنيوی وسي او د باران موسسې له لوري اخیستل سوې ازموینه دي لغوه اعلان او د شفافیت له مخي دي بله ازموینه واخیستل سي.

وروسته کندهاروالي حیات الله حیات وویل، په لومړي ځل په ۱۳۹۸ مالي کال کي ۹۲ سلنه عادي او ۹۶ سلنه انکشافي بودیجه په مصرف رسیدلي ده او زیاته يې کړه، ولایتي اداره په هره برخه کي ولس او د ولس استازو ته حساب ورکوونکې اداره ده او هڅه همدا کیږي، تر څو په ګده د کندهاري ولسونو د اسانتیاو برابرولو لپاره امکانات را جلب سي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، د احمدشاهي جادې د استملاک د پاته بدیل ورکولو لپاره هڅي رواني دي او د عامي روغتیا رئیس ته يې هدایت وکړ، چي د باران موسسې د بستونو لپاره اخیستل سوې ازموینه لغوه اعلان د په پوره شفافیت سره دي بله ازموینه واخیستل سي او همدارنګه يې د بې کیفیته توکو د کنټرول لپاره د نوی کمیټې د جوړولو هدایت وکړ.

کندهاروالي وویل، په اداره کي يې د ښځو لپاره خوندي کاري چاپیریال رامینځته کړي او د غصب د مخنیوي لپاره به نژدې ورځو کي جدي اقدامات ترسره سي.

په غونډه کي د کندهار مرکزي زندان محبس مدیر هم خپل یوشمیر ستونزي اداري مجلس ته وړاندي کړې، چي د حل لپاره يې ادارو ته لارښوونه وسوه او همدارنګه د مستوفیت ریاست د بیمې خدماتو نوی امر محمود حسن هم د خپلو فعالیتونو د پیل خبر ورکړ او یاده برخه کي يې هر اړخیر معلومات شریک کړل او همدرانګه د کندهاروالي د ژمني سره سم نن عبدالله زاهد رسماً د معلولینو په برخه کي د کندهاروالي سلاکار په توګه مجلس ته ور وپيژندل سوو.

1019 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...