د امریکا ولسمشر د طالبانو سره د سولي تړون په مشروط ډول منلی

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک ته په مشروط ډول چمتووالی ښودلی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوشمېر امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې که طالبان د تاو تریخوالي کمېدو ژمنه عملي کړي، نو د امریکا ولسمشر چمتو دی چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کړي.
ورځپاڼه وایي، طالبانو ژمنه کړې چې د توافق د لاسلیک پرمهال به تاو تریخوالی کموي او په دې ډول به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق ته زمنیه مساعده شي.
ورځپانې ته امریکایي چارواکو ویلي، د امریکا بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو له افغان چارواکو سره په خبرو کې دغه موضوع روښانه کړې ده.

458 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...