حیات: د کندهار د اوسني امنیتي وضعیت د سمون په موخه یو شمېر نوي پلانونه تطبیقېږي

کندهاروالي حیات الله حیات د چهارشنبې په ورځ د امنیتي مجلس په اوونیزه غونډه کې وویل، چې د کندهار د ډاډمن امنیت د تآمین لپاره یو شمېر نوي پلانونه ترلاس لاندې دي، چې په نتیجه کې به یې د هدفي وژنو او یو شمیر نورو ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیول شي.

کندهاروالي دغه څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې د نظامي جلسې ټولو غړو او په ولسي جرګه کې د کندهار استازیو هر یو سید احمد خادم، ګل احمد کمین، ملالۍ اسحاقزۍ او سید احمد سیلاب هم حضور درلود.

د غونډې په پیل کې کندهار والي وویل، نننۍ غونډې ته ځکه د ولسي جرګې غړي رابلل سوي، تر څو د کندهار ښار او ولسوالیو د ډاډمن امنیت لپاره د مرکزي ادارې څخه د ځینو امکاناتو په ترلاسه کولو کې همکاري وکړي او زیاته يې کړه، په نننۍ غونډه کې به د امنیتي مسؤلینو له لوري د هغو ستونزو یادونه هم وسي، چې په حل سره به يې د کندهار په کچه امنیت ډېر ډاډمن سي.

وروسته د اجندا مطابق لومړی په ولسي جرګه کې د کندهار استازیو یو په بل پسې خبرو کې د کندهار ښار او ولسوالیو په کچه د امنیت د تآمین په موخه د یو شمیر ستونزو او حل لارو یادونه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې د کندهار ښار د ډاډمن امنیت، هدفي وژنو د مخنیوي او یو شمیر نورو برخو کي دې د امنیتي ځواکونو تر منځ همږغي لا هم پیاوړې سي.

په غونډه کې د امنیتي ادارو مسؤلینو هم یو په بل پسې د ستونزو په اړه وضاحت ورکړ او د ډاډمن امنیت د تامین لپاره يې د ولسي جرګې غړو څخه وغوښتل، چې د مرکزي ادارې څخه د ځینو امکاناتو په جلب کې ورسره همکاري وکړي، تر څو پېښو ته په ډيره ښه توګه رسیده ګي سوې وي.

وروسته کندهاروالي حیات الله حیات وویل، د کندهار د امنيتي وضعیت د ښه والي په موخه يې د نظامي شورا مجالسو کې لومړی د ښې همږغۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د ښې همږغۍ په نتیجه کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې هم لرو.

کندهاروالي زیاته کړه، په ښار کې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره پراخې هڅې کېږي خو یو شمېر نوي پلانونه هم تر لاس لاندې دي، چې د تطبیق سره سم به یې کندهار کې امنیت تآمین سي.

د امنیتي مجلس په اوونیزه غونډه د ښار او ولسوالیو د امنیت تامین او دښمن د ځپلو لپاره پر ګڼ شمیر نورو مهمو امنیتي پلانونو هم خبري وشوې او لازم تصامیم ونیول سول.

301 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...