ملي اردو او اغیز یې/ سید عبدالله پاچا

کله چې ځینو ولایتونو او سیمو کې خلک د طالبانو له ظلمونو په تنګ شول، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرضد یې پاڅون وکړ او د خپلو سیمو امنیت یې خپله ټینګ کړ، له هغې ورځې تر نن ځینو سیمو کې خلکو د خپل ناموس او سیمې لپاره قربانۍ ورکړې.
د دې لپاره چې خلکو له حکومت مرسته غوښتې وه، پاڅونونه یې ورته په سیمه ییزو پولیسو بدل کړل چې طالبانو ته خپلو سیمو کې د فعالیت اجازه ور نه کړي.
خو د وخت په تیریدو سره دا هر څه پاکستان او طالبانو په ګډه نوم بدي کړل او د سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو تصویر یې د خلکو په ذهنونو کې خراب کړ چې ګنې ناقانونه کارونه کوي او په سمه لار نه ځي.
سیمه ییز پولیس د طالبانو لپاره تندر و، ځکه په سیمه کې بلد و، د سیمې د طالب کور، دیره او ځای ورمالوم و، نو طالبانو ته سخته وه چې له دوی سره یې ځان وهلی وی.
دوه کاله وړاندې افغان حکومت سیمه ییزه اردو رامنځ ته کړه او د سیمه ییزو پولیسو چوکاټ یې له کورنیو چارو وزارت څخه دفاع وزارت ته انتقال کړ.
اوس سیمه ییزه اردو د دفاع وزارت چوکاټ کې له سره استخدام کیږي، له سره روزل کیږي او له سره ورته نوې دندې او نوې وسلې ورکول کیږي چې خپلو سیمو کې امنیت وساتي.
د دې ښه پواینټ دا شو چې اوس هره سیمه کې چې سیمه ییزه اردو شته، هلته ملي اردو یو کنډک هم وي او هر کله چې پرې سخته ورځ یا شپه راشي، ملي اردو ځواکونه په وخت ورسیږي.
اوس سیمه ییزه اردو ته تر ټولو زیاته روزنه له خلکو سره د رویې ورکول کیږي چې څنګه کیدلی شي، خپله سیمه کې د خلکو زړونه وګټي.
دا به مرسته وکړي چې هر څوک خپله سیمه کې ځان واکدار و نه ګڼي، بلکې ځان خدمتګار وبولي او خلکو لپاره امنیت کې مرسته وکړي.
سیمه ییزه اردو چې اوس کوم ځای کې ځای په ځای شوې، هلته وضعیت بیخي ښه دی او د ترهګرو ډلو هیڅ ډول فعالیت نه ښکاري.
طالبان او پآکستان په ګډه لکه څنګه چې د افغان ځواکونو د نوم بدي کولو هڅه کوي، داسې به د سیمه ییزې اردو هڅې او هلې ځلې باندې هم کار وکړي چې نوم بدې یې کړي، خو له نیکه مرغه خلک اوس په خپلو ځواکونو باور لري او ګوري چې ځواکونه یې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او قرباني ورکوي.
یواځینی هېواد پاکستان دی چې افغان فورس یې نه خوښیږي او په زړه یې نه ځاییږي چې افغانان دې د یو ښه پوځ او استخباراتو خاوندان شي.
د دې لپاره له بیلابیلو لارو کار اخلي چې دا ځواک نوم بدی یا د خلکو په ذهن کې کم راولي او هغه مینه چې د افغانانو اوس له خپلو ځواکونو سره ده، کمه کړي.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، همدا ځواکونه دي چې دا خاوره او موږ یو.

641 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...