یو شمېرځوانانو د اصلاحاتو په برخه کي دکندهاروالي وروستۍ هڅي وستایلې

دکندهاروالي سره د لیدني پرمهال راغلو ځوانانو کار اهل کار ته سپارلو په برخه کي د کندهار والي هڅي وستایلې او غوښتنه يې وکړه، چي کار اهل کار ته سپارلو دا لړۍ دي جاري وساتل سي، تر څو د یو شفافي پروسې وروسته وړ او په کار پوه ځوانانو دولتي ادارو کي د کار کولو موقع ترلاسه او اسانتیاوي رامینځته سي.

راغلو ځوانانو د کندهار والي څخه په پوهني ریاست کي د ترسره کړو اقداماتو او اصلاحاتو راوستلو اړوند هم مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چي د بندو ښوونځیو په خلاصون او پوهني او روغتیا سکتورونو د پیاوړتیا لپاره به هیڅ ډول مرسته او همکاري دریغ نکړي او د ولایتي ادارې سره به هره برخه کي بشپړه همکاري وکړي.

کندهاروالي حیات الله حیات هم د راغلو ځوانانو د ملاتړ او همکاري مننه وکړه او په خبره يې معارف زموږ سره کرښه ده او نور به هیڅ چاته په معارف او روغتیا ریاستونو کي د فساد او مداخلې حق ورنکړو.

ښاغلي حیات وویل، د پوهني او روغتیا سکتور د پیاوړتیا لپاره د ولس همکاري ډيره اړینه ده او باید ولس د اصلاحاتو او فساد په مخنیوي کي د ولايتي ادارې سره همکاري وکړي.

377 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...