ښځوته دکندهار په هره اداره کي خوندي کاري چاپیریال رامینځته سوی دی

دغه څرګندوني کندهاروالي د یکشنبې په ورځ ولایت مقام کي د یو شمیر ادارو د بشري سرچینو مدیرانو او دپرموټ ښځي په حکومتدارۍ کي پروګرام د مسؤلینو تر مینځ جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پر مهال يې د اصلاحات اداري رئیس او یو شمیر نورو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

په غونډه کي کندهاروالي وویل، د ننۍ غونډي موخه داده، چي خویندي باید د خپلو وروڼو سره اوږه پر اوږه په دولتي ادارو کي کار وکړي، تر څو د ښځینه مراجعینو ستونزو ته د ښځینه کارکوونکو په همکارۍ حل لاري وړاندي سي او زیاته يې کړه، چي په ټولو دولتي ادارو کي ښځو ته د کار کولو خوندي چاپیریال رامینځته سو دی.

ښاغلي حیات د خبرو په دوام وویل، د ولایت مقام د ښځو مشورتي بورډ، د ولایت مقام جنډر مشاوره او جنډر امره هغه ادرسونه دي، چي هره ښځه کولای سي له دې لاري خپلي ستونزي د ولایت مقام سره شریکي کړي او یادونه يې وکړه، چي ټولو ادارو کي د شته فرصتونو په اړه به پر وخت ټولو ته معلومات ورکول کیږي، تر څو د یو شفافي پروسې له لاري حق و حقدار ته ورسیږي او ښځو ته کاري زمینه برابره سوې وي.

په غونډه کي د اداري اصلاحاتو رئیس پیروز خپلواک او یو شمیر نورو ګډونوالو هم خبري وکړې او ډاډ يې وړاندي کړ، چي د دولتي ادارو کي ښځو ته د کار کولو بشپړه زمینه برابره ده.

368 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...