ولايتي شورا ديک شنبې ورځي نوبتي غونډه کي دلسمي او دوولسمي ناحيې د اوسېدونکو پرستونزو بحث وکړ

د شورا دې غونډي ته د دوولسمي ناحيې اوسېدونکي په دې موخه عارض سوي وه، چي د لسمي ناحيې اوسېدونکي د دوولسمي ناحيې د پاکو اوبو د منظور سوي پروژې لپاره په لسمه ناحيه کي د برمو وهلو اجازه نه ورکوي.

په غونډه کي د دې موضوع ترڅنګ د احمد شاه بابا هوايي ډګر څخه تر سپين بولدک ولسوالۍ پوري د غځېدلي نوي جوړېدونکي سړک پر کار او کيفيت هم خبري وسوې.

د ولايتي شورا دې غونډي ته د دوولسمي ناحيې اوسېدونکي په دې موخه عارض سوي وه،چي په ناحيه کي ئې د شپږ زره کورنيو لپاره د پاکو اوبو د ذخيرې پروژه شروع سوې خو د دې ذخيري لپاره برمې په لسمه ناحيه کي په نښه سوي او اوس د يادي ناحيې اوسېدونکي هلته د برمو وهلو اجازه نه ورکوي.

د لسمي ناحيې اوسېدونکي بيا ادعا کول، چي يادي لوی برمې ئې د کورونو پر برمو منفي تاثير کوي او ډير امکان ئې سته ،چي د کورونو کوچنۍ برمې وچي کړي.

د شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وايي د طرفينو تر خبرو وروسته ئې پريکړه وکړل، چي دغه موضوع به د ولايت مقام سره په همږغي د مسلکي کسانو په حضور کي حل کړي.

د شورا دې غونډي ته د احمد شاه بابا هوايي ډګر څخه تر سپين بولدک ولسوالۍ پوري د نوي جوړېدونکي سړک د يوې برخي قرارداديان او انجنېران هم راغوښتل سوي وه او د دې سړک د بې کيفيته کار اندېښنه ئې ورسره شريکه کړل.

د شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وايي دوئ به د خپلو مسلکي کسانو په مټ د دې سړک د کار کيفيت معلوم کړي که چيري ئې کيفيت د قرارداد مطابق وو د کار اجازه به ورکړي او که ئې کيفيت خراب وو کار به ئې وربند کړي.

د شورا په غونډه کي د مراجعينو پرستونزو او غوښتونو هم بحث وسو او دحل په موخه اړوند ادارو ته راجع سوه.

خبریال: ولي محمد انوري

545 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...