هيواد دا مهال تر هرڅه لومړی د نوي نسل تعليم ته اړتيا لري

دغه څرګندوني د یکشنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب له ګرين يونايټيډ ښوونيز مرکز د فراغت غونډي پرمهال وکړې.

غونډه، چي دکندهار په يوه خصوصي صالون کي جوړه سوې وه پرمهال يې د ولايت مقام د مرستيال ترڅنګ د صنعت او تجارت رئيس حاجي علاوالدين، د يو شمېر رياستونو استازو، مدني فعالانو، د ښوونځيو استادانو، زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډي ته د پيل په وینا کي د ګرين يونايټيډ ښوونيز مرکز اداري مدير صالح محمد همدرد راغلو ګډون والو ته ښه د راغلاست ترڅنګ د پروګرام په اړه بحث وکړ او ويې ويل، چي له ياد ښوونيز مرکز څخه ۱۸۰ تنه د انګلېسي او کمپيوټر په برخو کي فارغه سوي.

ښاغلي همدرد وويل، چي ګرين يونايټيډ ګروپ د تېرو ۱۲ کلونو راهيسي زده کوونکو ته د انګلېسي او کمپيوټر په برخو کي په وړيا ډول زده کړي ورکوي، چي په خبره يې مالي ملاتړ يې د ملي سوداګر حاجي محمدالدين حميدي لخوا کېږي.

په ورته وخت کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د ملي سوداګر حاجي محمد الدين حميدي څخه مننه وکړه، چي د خپلو هيوادوالو د زده کړو په موخه يې دا ښوونيز مرکز پرانيستلی او د هيواد نوی نسل په انګلیسي ژبه او نوې ټکنالوژۍ سره سمبالوي.

ښاغلي منيب وويل، هيواد مو دا وخت تر هرڅه لومړی د نوي نسل تعليم ته اړتيا لري، چي په خبره يې د همدې نسل په روزلو سره به افغانستان هم د سيالو هيوادونو په ليکو کي ودرېږي.

د ولايت مقام مرستيال د ولايتي ادارې په استازيتوب د ياد ښوونيز مرکز مسؤلينو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ترڅنګ يې له شتمنو هيوادوالو څخه غوښتنه وکړه د خپلو هيوادوالو لپاره د دا ډول وړيا کورسونو زمينه برابره کړي.

په پروګرام کي د تمثيلي پارچې د وړاندي کولو ترڅنګ د ياد مرکز استادانو او يو شمېر فعاله زده کوونکو ته ستاينليکونه هم ورکول سوه.

1707 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...