راس ولسن: امریکا د افغانستان بیا رغونه کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي

په کابل کې د امریکا د سفارت نوی شارژدافیر راس ولسن وایي، ده په افغانستان کې نوې خپله دنده پیل کړې ده او په دې موده کې یې له ګڼو افغان سیاستوالو سره لیده کاته لرلي دي.

دده په خبره دی او همکاران یې په افغانستان کې ددایمي سولې لپاره هڅه کوي او غواړي په افغانستان کې د ولسواکۍ ملاتړ ته ادامه ورکړي. دده په خبره امریکا د افغانستان بیا رغونې او پرمختګ ته ژمنه ده او دا د خپل ماموریت یوه برخه ګڼي. هغه د افغانانو فرهنګ او مېلمه پالنه ستایلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه هېواد ته ډېر ژر تلپاتې سوله او ثبات راشي.

206 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...