د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ملي ورځ د يولړ تشريفاتي مراسمو پرمهال ولمانځل.

دغه مراسمو ته دکندهار دولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان خاکريزوال او غړو ترڅنګ دبهرنيو چارو درياست رئیس ظاهر الکو، دايران قونسل، افغاني ډپلوماټان اوګڼ شميرملي سوداګر ورغلي وه او په يادو مراسموکي يې ورسره برخه واخستل.

دمراسمو دپيل پرمهال لومړی ددواړو هيوادونو ملي سرود وږغول سو او وروسته په کندهار کي دهند سرقونسل سنديپ چهوهدري لخوا ټولو ميلمنو ته ښه راغلاست وويل سو او مننه يې وکړه، چي دهندوستان دجمهوريت د۷۱ کليزي دخوښۍ په دغه مراسمو کي يې ورسره برخه اخستي ده.

ورغلو دولتي مسولينو اوملي سوداګرو دهند دهمکاريو يادونه اوقدرداني وکړه او دجمهوريت دملی ورځي په وياړ يې ددوست هيواد هندوستان دولت او ټولو اوسيدونکو ته ددغه ملي ورځي مبارکي وويل

وروسته ټولو ګډون والو په هغه غرمنۍ کي برخه واخستل چي هندوستان دملي ورځي په وياړ جوړه سوې وه.

 

3023 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...