دکندهارلپاره دګازو دولتي شرکت فعاله سوچي دبازارڅخه به په ارزانه ګاز ورکوي

د کندهار مرستیال والي وايي چي وروسته له هغه یې د مرکزي دولت په همکاري هڅي پیل کړې چي په ښار او ولسوالیو کي د ګازو بیه ډېره لوړه سوه او خلګ ورسره د ستونزو سره مخ سوه.

د کندهارلپاره د ګازو دولتي شرکت فعاله سو چي له مخي به یې ښاریان وکولای سي د بازار څخه په ټېټه بیه ګاز تر لاسه کړي او استعفاده ځيني وکړي.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي وروسته له هغه چي د کندهار په ښار او ولسوالیو کي د ګازو نرخونه لوړ سوه، ولایتي ادارې د انحصاراتو د ریاست سره هڅه پیل کړه څو دولتی شرکت فعاله کړي او په ارزانه نرخ باندي ښاریانو ته د ګازو رانیولو اسانتیا برابره کړي.

ښاغلي منیب وايي دا شرکت د ګازو زر ټنه زخیره لري چي ښاریان کولای سي د انحصاراتو ریاست د نفتو او ګازو ادارې سره پیسې تحویل کړي او وروسته د ګازو شرکت څخه د ګاز تر لاسه کړي.

مرستیال والي عبدالحنان منیب د نفتو او ګازو د مرکزي ادارې د مسؤلینو څخه مننه وکړه چي د ولایتي ادارې سره یې ددې شرکت په فعالولو کي پر وخت او اړینه همکاري وکړه.

بل لوري د ګازو شرکتونو وکیل حاجي سردار محمد وايي چي د زیاته وخته کندهار اوسېدونکي د ګازو د لوړ نرخ څخه په ستونزو کي وه چي په خبره یې له دې ورسته به یې ستونزي تر ډېره حل سي.

نوموړي وايي د ګازو شرکتونه هم باید په ټېټ نرخ له دې شرکت څخه ګاز رانیسي او پر ښاریانو یې په ارزانه نرخ خرڅ کړي.

هېره دي نه وي چي څو ورځي مخکي د کندهار په ښار او لسوالیو کي د ګاز في کېلو نرخ تر ۱۵۰ افغانیو پوري لوړ سو.

خبریال: احمدشاه شاداب

629 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...