دکندهارهوټل دبیاترمیم لپاره دچارو ادارې دسروې ټیم کندهاروالي سره وکتل

د راغلي پلاوي مسؤل انجینر محبوب وویل، دوی غواړي کندهار هوټل بیا ترمیم کړي او په همدې موخه د یو تخنیکي ټيم سره راغلی، تر څو لومړی سروې ترسره او وروسته عملي چاري پیل کړي او په یاده برخه کي یې د کندهار والي د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کندهاروالي حیات الله حیات د مشهورو دولتي تاسیساتو بیا رغول او فعالول یو ډير اړین اقدام یاد کړ او په خبره يې د کندهار هوټل بیرته فعالیدل به مرسته وکړي، تر څو کندهار ته د نورو هیوادونو څخه راتلونکو استازو ښه میلمه پالنه ترسره او وړ خدمات ورته وړاندي سي.

کندهاروالي د واحد عملیاتي ادارې حاضرو مسؤلینو ته وویل، چي د جمهور رئیس محمد اشرف غني په خاصه پیرزوینه د جوړیدونکو جامع مساجدو لپاره ولایتي ادارې د ښار او ولسوالیو په کچه ځایونه مشخص کړي او د چارو د پیل په برخه کي يې د یادي ادارې د ځانګړي توجو غوښتنه وکړه.

په لیدنه کي پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې او د چارو د سرعت په موخه دواړو لورو یو بل ته د همکاري ډاډ وړاندي کړ.

481 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...