کندهار کي د یوې مدرسې د نړیدو له امله ۱۳ کوچنیانو ته مرګ ژوبله واوښته

د کندهار ښار دوولسمي ناحیې اړوند سیمه کي د مدرسې د یوه صنف د نړېدو له امله د مدرسې يوشمېر زده کوونکي شهیدان او ټپيان سوه.

د مېرویس حوزوي روغتون مسؤلین وايي، د پېښي د ځایه څخه څلور جسدونه ور وړل سوي دي.

نن سهار د کندهار ښار د دوولسمي ناحيې اړوند د حکیم صاحب اډې په سیمه کي د یوې مدرسې د خوني د نړېدو له امله پنځه تنه زده کوونکي شهیدان او اته تنه نور ټپیان سوه.

د شهیدانو او ټپی زده کوونکو والدین وايي چي د مدرسي ملا په داسي حال کي چي خبر وه دغه صنف نړیږي، خو بیا یې هم زده کوونکي په دغه صنف کي کښېنولي وه او په خبره یې دملا بې غورۍ له امله یې کوچنیان شهیدان او ټپیان کړل سوه.

دې ته ورته د سیمي اوسېدونکي وايي، چي دلته زیات یې غریب خلګ اوسيږي چي په خبره یې نوري مدرسې او کورونه یې هم د نړېدو په حال کي دي.

هغه وايي دولت ورته د نوو ودانیو د جوړولو لپاره اجازه نه ورکوي.

بل لوري د مېرویس حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد قاسم وايي چي نن سهار ورته د دولسمي ناحيي د پېښي د سیمي څخه د څلورو کوچنیو انجونو جسدونه وروړل سوي دي.

د کندهار ښار په دوولسمه ناحیه کي دغه ډول زیاتي مدرسې سته چي د پوهني ریاست سره ثبت هم نه دي او زده کړیز ماحول یې هم د ډاډ وړ نه دی.

خبریال: احمد شاه شاداب

373 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...