کندهاروالي دعام ولس بیلابیلې،امنیتي،حقوقي او ټولنیزې ستونزي په جلا جلا ډول دحل په موخه واوریدې

د کندهار ښار او یو شمیر ولسواليو په سلګونو مراجعين ولايت مقام ته راغلي ؤ او یو په بل پسې يې د کندهار والي سره د خپلو بندیانو، ځمکو د غصب، د شهیدانو د حقونو، کاري فرصت برابرولو، املاکو، حقوقي قضیو او بیلابیلو نورو موضوعاتو اړوند خپلې عریضې، غوښتنې او ستونزي شریکي کړې.

کندهار والي د یادې لیدنې پر مهال وویل، د ولس د ستونزو حل ورته لومړیتوب لري او د ولایت مقام دروازه د ټولو هیوادوالو پر مخ خلاصه ده او بغير د قید او شرطه هر څوک کولای سي د کندهار والي او نورو مسولينو سره وويني او ورسره خپلې ستونزې په ډاډ زړه د حل په موخه شریکی کړي.

459 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...