په کندهارکي د غوره مقالو جوړونکي وستايل سوه

د پيوند مدني ټولني له لوري دوې مياشتي وړاندي د غوره مقالو جوړولو له پاره پروسه شروع سوه، چي نارينه او ښځينه ګډونوالو پکښي مقالې جوړي کړې.

د غوره مقالو د ټاکلو له پاره په کندهار پوهنتون کي مراسم جوړ سوي وه، مراسمو ته کندهار والي حيات الله حيات، مرستيال والي عبدالحنان منيب، د مقالو لوستونکي او ګڼ شمېر نارينه او ښځينه ورغلي وه.

د مقالو په مراسمو کي د پيل خبري د پيوند مدني ټولني مسئول حکمت الله صلحي وکړې، نوموړي يادونه وکړه، چي د مقالي يو ډول پروسه ئې د مطالعې د ودي او دود د پراخولو له پاره را پيل کړې وه او دوهمه پروسه د ښځينه مقالو ليکونکو له پاره وه، چي د سولي اړوند ئې خپلي مقالې ليکلي دي.
نوموړي يادونه وکړه، چي غوره مقاله ليکوونکي کي انتخاب سوي او نن ورته په يادو مراسمو کي جايزې ورکول کيږي.

کندهار والي حيات الله حيات هم وينا وکړه، نوموړي زياته کړه، چي دا ډول پروګرامونه جوړول ډېر اړين او مهم دي، په دې سره د مطالعې فرهنک وده کوي او ځوانان کوښښ کوي، چي زياته مطالعه وکړي.

نوموړي د سولي په بخش کي مطالعې ځکه اړيني وبللې، چي دا مهال افغانستان تر بل هر څه سولي ته اړتيا لري.

مقاله لوستونکو په خپلو مقالو کي د سولي ارزښت بيان کړ، پر دې وږغېدل، چي سوله بايد د کوم ځای څخه راپيل سي او هم ئې د سولي ارزښت او اهميت بيان کړ.

د عملي علمي مطالعې په سيالۍ کي (( نذير احمد، سارا او محمد ادريس )) په ترتيب سره اول، دوهم او درېيم نمبر ترلاسه کړی او دغه راز د سولي اړوند مقالو کي په ترتيب سره سعديې اول، علي نا دوهم او ماريې درېيم مقام ترلاسه کړی دی.

ددغه سياليو اول مقام ترلاسه کوونکو ته يو يو عدد کمپيوټر، دوهم او درېيم مقام ترلاسه کوونکو ته يو يو عدد سمارټ موبايل او د الفلاح دعصري زده کړو تعليمي مرکز له خوا سل فيصده وړيا سکالر شيفونه هم ورکول سول.

خبریال: آرين

501 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...