د ولایتي شورا غړو د کندهار والي وغوښتل،چي ګاونډيو هيوادونو ته د غنمو، څارویو او اوسپني د قاچاک مخه ونیسي

نن دوشنبه کندهار والي حیات الله حیات د خپل کار په دفتر کي د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال او یوشمیر غړو سره وکتل او پر مهال يې پر یو شمیر ستونزو بحث او د ګډ کار ژمنه وسوه.

د لیدني په پیل کي د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال په خپلو خبرو کي له کندهار والي غوښتل، چي د کندهار- سپین بولدک تر مینځ دوهم لین غځیدلي سړک چاري دي د کیفیت د تضمین په موخه وڅیړل سي، د حضرت عمر بن خطاب رض جامع جومات رغنیزي چاري دي سرعت ومومي، د شکارپور دروازې تخریب سوي سړک دي ورغول سي، امنیتي ځواکونه دي د کندهار څخه ګاونډيو هيوادونو ته د غنمو، څارویو او اوسپني د قاچاق مخه ونیسي اوهمدارنګه يې ګڼ شمیر نوري غوښتني او وړاندیزونه هم له کندهار والي سره شریک کړل.

وروسته کندهار والي حیات الله حیات خوښي وښودل، چي د کندهار د ولسونو پرمختګ او اسانتیاو په برخه کي ولایتي شورا د ولایتي ادارې سره په ګډه هڅي کوي او د ولایتي شورا رئیس د لومړي غوښتني په ځواب کي يې د ګډو ادارو پلاوي وټاکي، تر څو د کندهار-سپین بولدک ولسوالۍ تر مینځ دوهم لین غځیدلي سړک د رغنیزو چارو د کیفیت تضمین او چارو د سرعت په موخه نظارت وکړي.

همدارنګه کندهار والي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان ته د ټیلفون پر کرښه وویل، چي ګاونډیو هیوادونو ته له کندهاره د غنمو، څارویو او اوسپني د قاچاق مخه دي ونیسي، چي د قول اردو قومندان يې په اړه د عاجل اقدام ډاډ وړاندي کړ.

همدارنګه کندهار والي د جامع عمر د رغنیزي چارو او مالي حسابونو په اړه هم د ولایتي شورا غړو ته بشپړ معلومات ورکړل او ژمنه وسوه، چي په ګده به د جامع عمر د چارو څخه نظارت کیږي، تر څو د شته امکاناتو په له مخي چاري مخته ولاړي سي او همدارنګه یې وویل، چي کندهار ښاروالۍ ته به د شکارپور دروازې سړک د جوړیدو عاجل هدایت وکړي.

کندهار والي د ولایتي شورا وغوښتل، چي د بندو ښوونځیو په خلاصون کي همکاري وکړي او په خبره يې په ناامنه ولسوالیو کي د معارف د پراختیا په موخه پیل د معروف ولسوالۍ څخه سوي او د ولايتي شورا غړو يې وغوښتل، چي نورو ناامنه ولسوالیو ته د پوهني اسانتیاو په برابرولو کي همکاري وکړي، چي د هغوي له لوري د بشپړي همکاري ډاډ وړاندي سوو.

په لیدنه کي پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې او د پر ګډ کار او ښې همږغۍ رامینځته کولو ټینګار وسوو.

435 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...