دکندهار د فرصت ښوونيز مرکز لخوا د ولايت مقام مرستيال ته ۱۵۰ سکالرشپونه ورکول سوه

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ د ولايت مقام له مرستيال عبدالحنان منيب سره ځوان فعال منور احمد واحدي، د فرصت ښوونيز مرکز مسؤل ننګيالي باور او يو شمېر ځوانانو ليدنه وکړه.

په ليدنه کي د دواړو لورو ترمنځ د ۱۵۰ تنو لپاره تفاهم ليک لاسليک سو، چي له مخي به يې د ( قرآن عظيم الشان، کانکور، انګليسي او کمپيوټر ) په برخو کي بې وسو ته په سل سلنه وړيا ډول زده کړي ورکول کېږي.

د فرصت ښوونيز مرکز مسؤل ننګيالي باور غوښتنه وکړه، چي د دغه تفاهم ليک له مخي مستحق کسان ورته معرفي سي او په ياده برخه کي يې د ولايتي ادارې له مسؤلينو غوښتنه هم وکړه.

د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب مننه وکړه، چي د خپل نېک احساس له مخي د وطن د بچيانو په روزنه کي هڅه کوي او د تعليم په ګاڼه يې سمبالوي.

نوموړي تېرو ناخوالو ته په کتو سره وويل، چي نور افغان ځوانان د تعليم په ارزښت پوه سوي او د هر ډول تعليمي فرصت څخه ګټه اخيستنه کوي.

ښاغلي منيب سپارښتنه وکړه، چي ځوانان دي د منفي رقابتونو پرځاي د خپلي تعليمي برخي پياوړتيا ته مخه کړي ترڅو خپل هيواد د قلم په واسطه د نړۍ د سيالو هيوادونو په ليکو کي ودروي.

3152 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دملګرو ملتونو نړیوال سازمان د امنیت شورا د تعزیراتو رژیم د تطبیق غړو کندهاروالي سره وکتل

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعزیراتو رژیم د تطبیق، تحلیلي ...