دکندهار امنيې قومندانۍ مسؤلين وايي، دغلچکي بریدګرو اووه کسیزه ډله یي نیولې ده

د کندهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسول جمال ناصر بارګزی وایي، د بریدګرو دغه ډلي دکندهارښار په مختلیفو سیمو کي امنيتي سرتیري ترور رول او په یوشمیر ولسوالیو کي يې جنګي فعالیتونه کول، چي دموثقو کشفي معلوماتو پر اساس يې نیولي.

ددوشنبي په ورځ دامنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسول جمال ناصر دخبریالانو سره دخبرو پرمهال وویل، د امنیي قومندانۍ ویښو او بیداره پولیسو هغه اووه کسیزه ترورستي ډله نیولې، چي دکندهارښار په مختلیفو ناحیو کي يې  امنتي سرتیري او قومي مشران په شهادت رسول او ترڅنګ يې په یادو کسانو کي څلور تنو په ولسوالیو کي جنګي فعالیتونه کول.

دبارګزي په وینا، دیادو کسانو سره يې درې ميله توپنکچي هم نیولي او ترڅنګ يې دهغو کسانو دنیولو هڅي هم پیل کړي، چي ددوی سره يې همکاري کول.

دنیول سوو کسانو له ډلي دوه تنه پر خپلو کړنو اعتراف کوي او وايي، دیو شمیر وسلوالو سره يې په ترورستي فعالیتونو کي همکاري کول چي دپولیسو لخوا نیول سوي.

دوی همداراز پر کړو جرمونو ددولت څخه دبخښني غوښتنه کوي.

دامنيې قومندانۍ مسولین کندهارښاریانو ته ډاډ ورکوي، چي دامنیت دتامین په خاطر شپه او ورځ هڅي کوي، څو ښاریانو ته دامنیت په برخه کي کار وکړي.

847 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...