دهري ادارې په کاري تشکيل کي دي دکار دقانون له مخي معلولینوته ۳سلنه ونډه ورکول سي

کندهار والي حیات الله حیات یادي څرګندوني د پنج شنبې په ورځ د اداري مجلس په اوونیزه غونډه کي وکړې، چي پر مهال يې مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکریزوال او د ټولو ادارو رئیسانو او استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کي کندهار والي حیات الله حیات د تیرو ورځو سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو لکبله د ټولو ادارو، موسساتو او ځانګړي ډول کندهار ښاروالۍ څخه مننه وکړه، چي په ګډه يې د سیلاب ځپلو سره پر وخت مرستي وکړې او د ډیرو تلفاتو مخه ونیول سوه.

په غونډه کي ددې ترڅنګ ټولو شهیدانو ته د جنتونو او زخمیانو ته د عاجلي روغتیا دعا وسوه.

کندهاروالي وویل، د ځنګلونو او طبعي بوټو نشتون، د سواحلو او سیندونو د دواړو بغلونو ناسم تحکیم او په هغه ځاي کي د خلکو کورونه جوړیدل، چي د سیل د اوبو اصلي مسیر جوړوي، د ضعیف اقتصاد لکبله د باران او سیل په مقابل کي د کورونو نه قابلیت هغه ستونزي دي، چي له کبله یې د سیل اوبه کورونو ته ننوزي او پر مهال يې مالي او ځاني زیانونه پيښ سي.

کندهار والي زیاته کړه، د کار د قانون له مخي دي په هره اداره کي ۳ سلنه معلولینو ته د کار زمینه برابره سي او یادونه یې وکړه، چي د تازه پریکړو پر مهال يې د ولایت مقام لپاره د معلولینو له جملې یو تن مشاور او مشرانو په بورد کي یو تن غړی ټاکلی او په خبره يې دوی هغه څوک دي، چي د هیواد او خلکو څخه د دفاع په برخه کې يې خپل د وجود غړي له لاسه ورکړي نو لازمه ده، چي حقوق يې پر ځاي سي.

د موضوع اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس پیروز خپلواک وویل، مستقل کمیسیون يې د شهیدانو او معلولینو وزارت سره د معلولینو د استخدام اړوند طرزالعمل جوړ کړی، چي له مخي به يې هره اداره کي هر هغه معلول، چي د کار کولو وړتیا ولري د کار زمینه ورته مساعدیږي.

په غونډه کي د احمدشاه بابا نړیوال هوائي ډګر رئیس مسعود احمد پښتون هم د هوائي ډګر اړوند د ځینو اړینو ستونزو یادونه وکړه او په خبره يې یادو ستونزو مسافرو ته د تګ راتګ پر مهال تکلیف پيښ کړی او پر مهال يې کندهار والي وویل، ډير ژر به د هوائي ډګر د ټولو نظامي، ملکي او خارجي مسؤلینو سره ګده ناسته جوړه کړي او یادي ستونزي به جدی تعقیب او حل کړي.

اداري مجلس ته د افغان بیسیم شرکت سره هغه تفاهم لیک هم وړاندي سو، چي له مخي به يې یاد شرکت په هوائي ډګر کي د خپلو ترسره کړو خدماتو په بدل کي تر ۱۵ میاشتو پوري هوائي ډګر کي د خپل شرکت د لوګو نصبولو اجازه لري او تر هغه وروسته به د یادو لوحو پر سر مالیه ورکوي، چي د مجلس له لوري تائید سو.

همدارنګه اداري مجلس ته د کرهڼي اومالدارۍ رئیس سید حفیط الله سیدي وویل، په کوکران کي د دوی ۲۱۶ جریبه فارم دی، چي د کلونو راهیسي يې ۱۳۵ جریبه ځمکه غصب سوې او پر پاته ځمکه باندي دوی د صنعتي نباتاتو او باغدارۍ په برخه کي پانګونه کړې خو اوس پر اباده سوې ځمکه د سیل او نژدې جوړو سوو کورونو د اشپزخانو اوبه راځي، چي په یاده برخه کي د ښاروالۍ ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او پر مهال یې پریکړه وسوه، چي یو هئیت دي وټاکل سي، تر څو غصب سوي ځمکي او پیښي ستونزي د حل په موخه راپور د اداري مجلس سره شریک کړي.

په غونډه کي د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال کابل ته د خپل وروستي سفر او جمهور رئیس سره د کندهار د مشرانو د مجلس په اړه جزیات شریک کړل او یادونه یې وکړه، چي د جمهور رئیس څخه یې د کندهار معارف د تشکیل د اضافوالي، حق الزحمه ښوونکو د معاشاتو، ښوونځیو د تعمیرو او پولیسو د معاشاتو د ورکړي غوښتنه کړې او پر مهال یې کندهار والي مننه وکړه، چي په ګډه د معارف د اصلاح لپاره هڅي کوو، تر څو د ټولني ماشومانو ته د زده کړو زمینه مساعده کړو.

په غونډه کي پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې او د حل په موخه یې لازمي پریکړي وسوې.

394 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...