هلمند کي سږ کال د فارمونو تولیدات ۱۸۰۰ ټنه ته رسیږي

د هلمند کرني ریاست مسئولین وايي: سږ کال دې ولایت کي د کبانو تولید د نورو کلونو په پرتله زیات و.

بل پلو د کبانو فارم لرونکي او پخوونکي هم له خپل کاروباره خوښ دي.

د کرني مسئولین وايي هلمند کي سږ کال نږدې اتلس سوه میټریک ټنه کبان تولید سوي.

دلته شاوخوا ۱۷ فارمونه جوړ سوي دي. ګڼ شمیر  کورنۍ اوس د ماهیانو پر روزنه او ساتنه بوخت دي.

د فارم لرونکي وايي : له هلمنده اوس تر کابل او نورو لویو ښارونو کبان صادریږي.

دا په لښکرګا ښار کي د کبانو پخولو خاص مارکېټ دی ، له کندهار ، نیمروز ، فراه او ځینو نورو سیمو څخه خلک دلته راځي او د کبانو غوښه خوري.

د هلمند د کرني رئیس زلمی الکو وايي : سږ کال يي فارم والو ته د کبانو یو لک بچې ویشلې او د کب روزونکو لپاره يي تحقیقاتي فارم جوړ کړی دی.

د کرني ریاست چارواکي  وايي : پلان لري ، چي هلمند کي د کبانو روزنه نوره هم عامه او معیاري کړي ، او په دې برخه کي به د فارم والو سره ګڼي مرستي وکړي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

252 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...