زابل کي دمالیاتو دراټولو د اوونۍ دپیل غونډه وسوه

ددې ولایت مستوفي وايي چې دتیر کال په پرتله یې سږکال پنځلس سلنه زیات عواید راټول کړي دی.

بل لوري ددې ولایت دولایتي شورا رئیس وايي چې زابلیان دولت ته مالیه ورکوي، خودولت ددوئ دمالیاتو په اندازه خدمات ندي وړاندې کړي.

په مرکز کلات کي نن دمالیاتو دراټولو کمپاین پیل سو .

ددې ولایت مستوفی سیدمحبوب محجوب وايي چې سږ کال یې دعایداتي ادارو او عامه پوهاوي پروګرامونو په پلي کیدو سره توانیدلي چې دتیر مالي کال په پرتله پنځلس سلنه زیات عواید راټول کړي.

محجوب وايي چې تیر مالي کال یې عواید شاه وخوا ۱۲۴ میلیونه وه، خو سږکال یې دا رقم لوړ کړي.

مستوفي زیاتوي چې لاهم یې یوشمیر کسان دعوایدو له اړخه کابو ۱۷ میلیونه پوړي دي او تمه لري چې دپورونو دراټولیدو سره راتلونکي کال خپل عواید نور هم زیات کړي.

په جوړه سوې غونډه کې دیني عالمانو دمالیاتو پر ارزښت خبري وکړې او دا یې دیو دولت دغښلتیا او خدمات رسولو په برخه کې اړین وبلل او تمه یې وښوده چې ددې ولایت ټول اوسیدونکي خپل مالیات دولت ته ورکړي.

بل لوري دزابل دولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان وویل چې ددې ولایت اوسیدونکي دولت ته مالیات ورکوي،خو دولت بیا دومره خدمات ندي ورته وړاندې کړي.

حقبیان زیاته کړه چې دمرکزي دولت پاملرنه دې ولایت ته زیاته سوې او هیله لري چې راتلونکي کې ددې ولایت لپاره رغنیزي پروژې پلي سي.

دیادوني وړده چې په زابل کې دمالیاتو دراټولولو اونۍ په داسي حال کې پیلیږي چې ددې ولایت دمستوفیت دچارواکو په خبره سږکال یې پدې ولایت کې ۹۳ سلنه انکشافي بودیجه مصرف کړې او دبیارغوني په برخه کې یې ګڼي پروژې عملي سوي او ددې ولایت زرګونو اوسیدونکو ته کاري فرصتونه برابر سوي.

خبریال: عصمت الله قایل

244 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...