د ۲۱۰ ځوانانو دوړتیا د لوړولو لپاره دزدکړو صنف پرانستل سو

په دغه صنف کي به ځوانانو ته په درو برخو (( انګلسي ژبه، د ادارې او منجمینټ اساسي زده کړي او د ټاپل اماد ګي )) کي زده کړي ورکول سي.

دولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب وايي، دغه زمينه يې په وړيا ډول دخپل احساس لمخي ځوانانو ته برابره کړې، څو دوی دشپږ مياشتو په موده کي عصري او د اداري سيسټم زدکړي ترلاسه کړي.

دپنج شنبې په ورځ دولايت مقام مرستيال د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست دغونډو په تالارکي دهغه شپږ مياشتني صنف پرانستنه وکړه، چي دځوانانو لپاره په وړيا توګه د اداري منجمنټ، ټاپل امادګۍ او انګلیسي ژبي دزده کړو په اړه جوړ سوی وو.

دولايت مقام مرستيال وويل، د نړۍ په کچه په ملکي ادارو کي ورځ تر بلې بدلونونه راځي، چې له دې سره مالي او اداري سیستمونه او عصري وسایل هم بدلون مومي.

نوموړي ددغه صنف ځوانانو ته وويل، له وخت څخه ګټه پورته کړئ او داسې زده کړي وکړئ، چې مالي او اداري کارونه له نوي تکنالوژۍ سره ونښلوئ.

نوموړي وويل دغه صنف يې دهغه ځوانانو له  لپاره برابر کړی، چې څه ناڅه له انګلسي ژبې او د کمپيوټر له مهارتونو سره بلدتيا ولري.

دځوانانو چارو آمر هم په ټولو ځوانانو ږغ وکړ، چي په ياده برخه کي دموقع څخه په استفاده زده کړي ترلاسه کړي، څو په راتلونکي کي دټولني دخدمت مصدر وکرځي.

دپروګرام په ورستيو کي دممثلينو لخوا دسولي دتياتر په نوم يو تمثلي پارچه هم وړاندي سوه او ترڅنګ يې رضاکاره ځوانان وستايل سوه، چي دورستيو اورښتونو پرمهال يې دخلګو سره دمرستي په برخه کي دځانه وړتيا ښودلي وه.

خبریال: سيدستارمهتابي

299 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...