د کندهار ملي امنيت ځواکونو د وسله والوترهګرو يوه نهه کسيزه ډله نيولې

د کندهار ملي امنيت رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوئ ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بڼسټ د وسله والو نهه کسيزه ډله نيولې، چي په ښار او ولسواليو کي ئې ترهګريز بريدونه کول.

د کندهار د ملي امنيت د خبرپاڼي په حواله يادو  نهه تنو  وسله والو د ډيورنډ کرښي هاغاړي په چمن کي ترهګريزي زده کړي ترلاسه کړي او وروسته کندهار ته د بريدونو لپاره را استول سوي وه، چي د ملي امنيت د ځانګړو ځواکوو لخوا تر کره استخباراتي معلوماتو وروسته ونيول سوه.

نيول سوو کسانو پر خپلو کړونو اعتراف کړی دی

په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يادو کسانو په ښار او ولسواليو کي د غلچکي بريدونو ترڅنګ ګڼ ترهګريز فعاليتونه کول او د دوئ سره دوه ميله توفنګچې او دوه عرادې موټرسېکلان هم نيول سوي دي.

826 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...