دکابل جلال اباد دوهم لين سړک دجوړېدو چارې دکلونو له تېرېدو سره سره،بياهم ندي بشپړې سوي

د ياد سړک د رغولو مسولين بيا وايي ډير ژر به د کابل دوسرکې څخه تر مملې پورې د  ۳۳  کيلومترو په اندازه  د لومړي فيز چارې بشپړې سي .

اخوا بيا هغه خلک چې ځمکې يې د سرک د جوړېدو له امله استملاک سوي وايي کورونه او دوکانونه يې خراب سوي خو حکومت ورته هېڅ بديل ندی ورکړی.

کله چې دکابل جلال اباد دويم لين سرک چارې داسيا ودان په نوم د يو چينايي شرکت له لوري پيل سوې د سړک دواړو غاړو ته يې د ډيری خلکو ځمکې استملاک او له منځه يووړې.

په لومړي سرکې څه وخت چې د اسيا ودان شرکت له لوري د حاجي ولي په نوم  قرار دادي ته د سړک جوړولو چارې سپارل سوې وي د فساد له امله يې په کارونوکې خنډاو ځنډ رامنځ ته سو او قرار دادي کار نيمګړی پريښود اود شاوخوا يواعشاريه شپږميلونه افغانيو په اندازه يې د کاريګرو قرضداري يي هم له ځانه سره يووړه.

هغه خلک چې ځمکې ،کورونه او دوکانونه يې د سړک د جوړېدو له امله استملاک سوي د خپل حق غوښتنه کوي .

بل خوا بيا د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د استملاک سويو ځمکو د پيسو د ورکړي خبره کوي او زياتوي په پخواني قراردادي د خلکو پاتې سويو پيسو موضوع يې له مرکز او اړونده شرکت سره شريکې کړې.

دکابل جلال اباد د دويم لين سړک دنوي قراردادي شرکت مسولين بيا وايي چې ډېر ژر به د قرار داد سره سم د لومړي فيز چارې بشپړې سي.

خبریال: خان ګل امرخېل

515 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...