دامنيتي مجلس په اوونیزه غونډه کي دښار او ولسواليوپه کچه پرمهمو امنیتي موضوعاتوبحث ترسره او لازمي پریکړي وسوې

د پنج شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د کندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه، چي پر مهال يې په جنوب کي د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قومندان، د ملي امنیت رئیس تورن جنرال نظرشاه خان صافی، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او یو شمیر داخلي او خارجي نظامي مسؤلینو ګډون کړي وو.

کندهار والي لومړی د نظامي جلسې له ګډونوالو مننه وکړه، چي د سیلابونو پر مهال يې د ښار او ولسوالیو په کچه په پوره همږغۍ د سیلاب ځپلو مرستي وکړې او زیاته يې کړه، چي د تیر کال په پرتله مو سږ کال د تلپاتو او زیانونو مخه ډير ژر ونیول او د اضطرار کميټې له لوري ورسره عاجل نغدي، خوارکي توکو، توسانو، خیمو او نورو اړینو توکو مرسته وسوه.

کندهار والي مننه وکړه، چي امنیتي ځواکونو په تخته پل ولسوالۍ کي پر وخت اته توغندۍ تثبیت او ونیولې او په خبره يې یادي توغندیو نه یوازي هوائي دګر بلکه تر څنګ يې پرتو کورونو کي ملکي کسانو ته هم زیان اړولای سوای، چي پر وخت يې مخنیوی وسو او د خبرو په دوام يې وویل، چي زموږ د ټولو مشترک دښمن هڅه کوي د بیلابیلو ترهګریزو وسیلو په مرسته ولس او عامه شتمنیو ته زیان واړوي خو زموږ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لوړ مرال د دښمن هر ډول پلانونه شنډ کړي او هغوی يې د ماتي سره مخ کړي دي.

په غونډه کي کندهار والي د قاطع ملاتړ ماموریت د مسؤلینو هم مننه وکړه، چي په خاکریز، معروف او ځینو نورو سیمو کي یې د دښمن له لوري د ډلئیزو بریدونو په مخنيوي کي د افغان ځواکونو سره همکاري کړې او زموږ ځواکونه وتوانیدل په سیمه کي د دښمن ډلئیزو بریدونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ووايي.

په غونډه کي کندهار والي یادونه وکړه، چي په کندهار هوائي ډګر کي مسافر د تلو راتلو پر مهال د سختو ستونزو سره مخ کیږي او هغوی په یاده برخه کي شکایت کړی او یادونه يې وکړه، چي راتلونکو اوونیو کي به د همږغۍ یوه غونډه جوړه او د ستونزي د حل لپاره به لازم تصمیم ونیسو.

همدارنګه د نظامي شورا رئیس حیات الله حیات یادونه وکړه، چي تیره ورځ د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون غړو کندهار ته د سفر پر مهال له کندهار والي وغوښتل، چي د ترینګوټ- کندهار سړک چاري دي ژر تر ژره بشپړي سي او په یاده برخه کي د نظامي شورا غړو ته وویل، چي د یادي لاري د امنیت په تامین کي خيلي هڅي پراخي کړي، تر څو د کندهار-ارزګان ولسونه په عادي ډول ددغي لاري څخه ګټه واخلي.

په غونډه کي د نظامي شورا ټولو غړو د کندهار ښار او ولسوالیو په کچه د ډاډمن امنیت ساتلو په موخه خپل پلانونه او وړاندیزونه شریک او د مجلس د مشرتابه له لوري لازم تصمیمونه ونیول سوه.

1613 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...