تر کندهاره دواريداتي برېښنا پروژې پنځ تنه کارکوونکي يوه چاودنه کي شهيدان سول

چاودنه د ښار صفا او کلات ښار ترمنځ دکابل کندهار پر لويه لاره هغه وخت سوې، چي دبرېښنا شرکت کارکوونکي يوه موټر کي کارځای ته پرلاره وه.

کندهار کي دبرېښنا مسؤلين وايي چاودنه دسړک غاړي ماين ؤ چي له امله يې دموټر ټول سپرلي شهيدان سوي او موټر هم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

کندهار کي دبرېښنا شرکت مسؤلين وايي، دنيټراکان کمپنۍ دکارکوونکو پر موټر چاودنه شاوخوا دغرمې پر دوولس بجې سوې، چي له امله يې ديوه انجنير په ګډون پنځه تنه کارکوونکي شهيدان سوي او موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

دکندهار دبرېښنا شرکت رئيس امان الله ايوب فاروقي وايي شهيدانو کي يوتن پاکستانۍ کارمند هم شامل دی. هغه وايي دالومړی ځل دی، چي ديادي پروژې کارکوونکي هدف ګرځي .

دکابل څخه کندهار ته دواريداتي برېښنا دمزو غځولو پروژه دوه کاله وړاندي پيل سوې، چي ترغزني بشپړه سوې او پرپاته هغه يې کارپه چټکۍ سره دوام لري، خو دالومړی ځل دی، چي ديادي پروژې پر کارکوونکو چاودنه کيږي.

ولسونو ددې ډول چاودنو او بريدونو غندنه کړې او دمخالفينو يې غوښتي، چي عامه ځايونه او عامه پروژې دجګړې هدف ونه ټاکي.

خبریال: نثار احمد احمدي

5688 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...