کندهارکي دټاکنیزو شکایتونوخپلواک کمېسيون:څه کم دوه زره شکایتونوته یې رسيدګي کړې ده

ددې کمېسیون مسؤلین وايي، دغه شکایتونو یې د ښار او ولسوالیو د مرکزونو څخه راټول کړي وه چي له جملې د دیارل سوه څخه زیات رد سوې وه.

هغوی وايي، ټول شکایتونه د بامتریک رایو په اړه وه چي په ځينو محلونو کي یې ستونزي درلودې.

په کندهارکي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته یې ۱۹۳۸ شکایتونه ثبت کړي چي له جملې یې ۱۳۳۷ رد کړي او پاته نور یې څېړلي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون رئیس اشناګل بانډوال وویل دغه شکایتونو یې د ښار او ولسوالیو د ګڼو محلونو څخه ثبت کړي، چي ځينو ته یې رسیدګي سوې او د ځينو محلونو رایي به د لا شفافیت په موخه و شمېرل سي.

د نوموړي په خبره یاد شکایتونه ولسمشرۍ ته د کاندیدانو د درو ټیمونو دولت جوړونکي، ثبات او همپالني او حق او عدالت له لوري ثبت سوي وه.

د شکایتونو خپلواک کمېسیون رئیس اشناګل بانډوال داراز وویل په ۱۲۱ محلونو کي یې ۱۵۶ اسناد لرونکي شکایتونه ثبت کړي وه چي یادو محلونو کي به یو ځل بیا رایه و شمېرل سي .

دهغه په خبره د دوی سره ثبت سوي ټول شکایتونه د بایمتریک او غیر بایمتریک رایو د تفاوت په برخه کي وه چي په ځینو محلونو کي د نه پوهي او بامتریک سیستم د خرابوالي له امله رامنځته سوي وه.

د کندهار ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون رئیس اشناګل بانډوال وايي چي د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان درې ورځي وروسته ورته دغه شکایتونه راغلي چي دوی د اساسی قانون، ټاکنو قانون او تاکنیزو طرزالعملونو له مخي په پنځلس ورځي کي څېړلي او وروستۍ پایلي یې د خلګو سره شریکي کړې.

خبریال: احمدشاه شاداب

5179 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...