کرنې ریاست: سږ کال په کندهار کي ۳۵ زره مټریک ټنه کشمش تولید شوي

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس حفیظ الله سیدي ویلي چې په کندهار کې سږ کال له ۲۸۰ زره مټریک ټنه تولید شویو انګورو ۳۵ زره مټریک ټنه کشمش تولید شوي.

سیدي ویلي، د کرنې وزارت له خوا د کندهار ولایت انګورو بڼوالو لپاره د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۳۸۸ ممیز خونې جوړ شوې چې ورسره د ممیزو په کیفیت کې مثبت بدلون راغلی دی.

هغه ويلي، دا مهال په سلګونه مېرمنې او نارینه د ممیزو پر وچولو بوخت دي، چې دا يې د عوایدو د تر لاسه کولو یوه ښه وسیله ده.

د دوی په خبره، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د انګورو تاکونه ولاړ دي، چې په دې وروستیو کې يې ځینې د کرنې وزارت په همکارۍ عصري شوي هم دي.

دوی دغه راز زیاته کړې چې سږ کال د دغه ولایت د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

175 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...