ولایتي ادارې په لومړي ځل ۹۶ سلنه بودیجه مصرف کړې ده

یادي څرګندوني د ولایتي پرمختيايي غونډي پر مهال وسوې، چي د کندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ جوړه سوې وه.

غونډه کي د اقتصاد رياست د رئيس ترڅنګ د ټولو سکتورونو رئیسانو، د یوناما او همکارو موسساتو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو.

د غونډي په پیل کي کندهار والي د وروستیو سیلابونو په اړه وویل، سپین بولدک، دامان، ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو ته يې د سروې ټیمونه لیږلي او هلته به سیلاب ځپلو کورنیو ته عاجلي مرستي ورسوي.

کندهار والي د ټولو موسساتو وغوښتل، چي د خپلو قراردادي شرکتونو د قرارداد یوه کاپي ولایت مقام سکتوري ریاست سره د شفافیت او همږغۍ په موخه شریکه کړي، تر څو د قرارداد د محتوا له مخي اړوند ریاست او ورسره همکاره موسيسې خپل فعالیتونه ترسره کړي او پریکړه وسوه، چي نژدې ورځو کي به ټول موسسات د ولایتي ادارې د رهبرۍ سره یادي موضوع د ښه وضاحت په موخه د همږغۍ غونډه جوړه کړي.

همدارنګه کندهار والي ښاروالۍ ریاست ته دنده وسپارل، چي د ښار، کور جوړولو او اراضۍ وزارت له لوري د کندهار لپاره ۲۰ کلن ستراتيژیک پلان د ټولو ادارو سره شریک کړي، تر څو د ۱۳ سکتوري ریاستونو ضرورتونه او د هغوی وړاندیزونه مشخص او په یاد پلان کي ځاي پر ځاي سي.

په غونډه کي د اقتصاد رئیس وویل، چي د ۱۴۰۰ کال د ولایتی پرمختیایي پلان لپاره تر اوسه محدودو ادارو خپلي پروژې شریکي کړي او غوښتنه يې وکړه، چي ټول ریاستونه دي نژدې ورځو کي خپلي پروژې د اقتصاد ریاست سره شریکي کړي.

همدارنکه د اقتصاد رئیس وویل، چي په ۱۳۹۸ کال لپاره کندهار ته اختیاري او غیر اختیاري ۳ اشاریه ۸ میلیارده افغانۍ بودیجه ورکول سوې وه، چي ولایتي اداره وتوانیده په لومړي ځل ۹۶ سلنه بودیجه په مصرف ورسوي او یادونه يې وکړه، چي په یاده بودیجه کي ۴ پروژې د تطبیق په حال کي دي، ۲۱ بشپړي سوي او ۳ پروژې د ستونزو له کبله ولاړي دي او په خبره يې، همکارو موسساتو هم د ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۴۲ پروژې تطبیق کړي دي.

د چاپیریال ساتني ادارې رئیس وویل، ادارې يې د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه پنځه کلن پلان ترتیب کړی، چي د یاد پلان د تطبیق اړوند يې د دولتي ادارو او موسساتو څخه وغوښتل، چي خصوصاّ د اوبو تصفیې پلانټ، هوا د تصفیې فلټرونو، زرغون کمربند جوړولو او سړکونو په پخولو کي ورسره همکاري وکړي او د ټولو ادارو يې وغوښتل، چي د هر ډول پروژې د تطبیق پر مهال دي چاپیریال ساتني اداره په جریان کي واچول سي.

په غونډه کي WFP موسسې مسول وويل، دوي د ۱۹ زره کورنیو سره مرستي کړي، چي ۶ زره يې د کندهار دي او له جملې يې د ۴ زره کورنیو سره تر درو میاشتو ۲۳۰۰ افغانۍ او پاته ۲ زره کورنیو ته خوراکي توکي ورکول په پلان کي لري، چي دمګړي يې سروې روانه ده.

په غونډه کي د UNICEF ادارې استازي وویل، چي دوی په لویه ویاله کي د ۲۵ زره کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکې د جوړولو پلان لري او د مجلس د مشرتابه يې وغوښتل، چي قرارداد يې د تدارکاتو ملي کمیسیون کي تعقیب سي، تر څو یاده پروژه بل ولایت ته انتقال نسي، چي پر مهال يې کندهار والي پریکړه او اړوند ادارو ته يې د جدي تعقیب هدایت وکړ.

په غونډه کي د ځینو نورو ریاستونو مسؤلینو او استازو هم د موضوع اړوند خپل معلومات شریک او د ښې همږغۍ پر پیاوړتیا ټینګار وسوو.

420 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...