ننګرهارکي په والي د بريد کوونکي سربيره نولس تنه نيول سوي دي

چارواکي وايي،دهغه بريدګرپه شمول چې غوښتل يې د ننګرهار پر والي د کلدارو د مخنيوي او نرخنامو د تطبيق کمپاين پرمهال بريد وکړي نولس تنه وسله وال طالبان،انسان تښتونکي او داعش وسله وال نيولي دي.

دوی دغه راز د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل سوی کس هم د کورنۍ غړو ته وسپاری.

ننګرهار کي د ملي امنيت منسوبينو په تيره يوه اونۍ کي په والي د بريد کوونکي په شمول نولس تنه وسله وال طالبان، انسان تښتوونکي او داعشيان نيولي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د خبري ناستي پر مهال رسنيو ته وويل: د ملي امنيت منسوبينو پر ده د بريد کوونکي سربيره په تېره يوه اونۍ کي نولس تنه نيولي دي.

بريد کونکي رسنيو ته د اعتراف پر مهال وويل،پلان يې درلود په والي هغه مهال بريد وکړي،کله چي د پاکستاني کلدارو د مخنيوي او د افغانيو د ترويج په موخه جلال اباد ښارکي پلی کمپاين کوي.

په ورته وخت کي په ولسي جرګه کي د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون د امنيت او د افغانيو په ترويج کي د ولايتي چارواکو هڅي وستايلې.

چارواکو دغه راز د جلات خان په نوم هغه تن هم د کورنۍ غړو ته وسپاره چې نږدې نهه ورځي وړاندې د دوه سرکي له سيمي نا مالومه وسله والو تښتولی و.

خبریال: مطيع الله ذکي

438 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...