د کاناډا لومړی وزیر: د ایران او امریکا د کشمکش له امله زموږ وګړي قرباني شول

کاناډا وایي د ایران او امریکا ترمنځ د کشمکش له امله ددوی وګړي قرباني شول.

د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو وايي دوی په پوره توان هڅه کوي چې د ناندریو او تاوتریخوالي مخه ونیسي. دده په خبره د ایران او امریکا ترمنځ کشمکش ددې لامل شو، چې ددوی وګړي پکې قرباني شي، خو که دغه ناندرۍ نه وی، یاد کاناډایان به اوس له خپلو کورنیو سره وو.

ټروډو پر ایران او امریکا غږ کړی چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. په ایران کې په اوکرایني الوتکه کې د افغانانو، ایرانیانو، اوکراینیانو تر څنګ کاناډایان هم ووژل شول، چې له امله یې د کاناډا لومړي وزیر توند غبرګونونه ښودلي دي.

242 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...