د بېلا بېلو مدني ټولوغړو کندهاروالي ته د پوهني د اصلاح په برخه کي د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ

د سې شنبې په ورځ د یو شمېر مدني ټولنو مسؤلینو او استازو کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل، چي پر مهال یې د پوهني رئیس محب احمد روښان، د ولایت مقام د دفتر او بشري سرچینو رئیسانو هم ګډون کړی وو.

د لیدني په پيل کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، د ماموریت په پیل کي يې د پوهني اصلاح سره کرښه ټاکلې او په دې برخه کي د هېچا ناقانوني مداخله ورته د منلو وړ نه ده.

ښاغلي حیات وویل، په پوهني ریاست کي ځیني کړۍ قومي، ژبني، کلتوري او اخلاقي فساد ته زمینه برابروي خو په وینا یې د ولایت او مرکز په کچه یې د پوهني د اصلاح لپاره بنسټیز اقدامات راپیل او له معارف څخه د یادو کړیو لاسونه لنډ کړي دي.

کندهار والي د معارف د اصلاح په برخه کي ولسي همکاري اړینه وبلله او پر ټولو ولسونو یې غږ وکړ، چي په دې برخه کي ولایتي ادارې سره لاس یو کړي.

په غونډه کي د پوهني رئیس محب احمد روښان د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې او زیاته یې کړه، چي له څو کلونو وروسته د معارف ۸۱۲ بستونه اصلاحات اداري ته وسپارل سول، څو د ازاد رقابت له لاري وړ کسان ورته وګومارل سي.

روښان وویل، د معارف په برخه کي د اصلاحي اقداماتو له امله د ځینو کړیو له لوري د شخصي ګټو د خوندیتوب په موخه په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګواښونه ورته سوي، خو په وینا یې په دې برخه کي هر ډول چلنجونو سره مقابلې ته چمتو دی.

د پوهني رئیس د ښار او ولسوالیو په کچه د معارف د اصلاح ډاډ څرګند کړ او د ولسي همکارۍ هیله یې وښوده.

په غونډه کي د یو شمېر مدني ټولنو مسؤلینو او استازیو په خپلو خبرو کي د پوهني د اصلاح لپاره د ولایتي ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه او د راتلونکو پلانونو د تطبیق لپاره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

دوی زیاته کړه، د پخوا په پرتله د معارف په برخه کي شکایاتو ته رسید‌ه‌ګي ډېره سوې او د پیاوړي معارف لپاره یې هیلې پیدا سوي.

راغلو ځوانان د ښار په کچه د پوهني اصلاحي اقدامات بې‌ساري وبلل او غوښتنه یې وکړه، چي د ولسوالیو په کچه هم دې ته ورته اقدامات راپیل سي.

2711 ټول کتل سوی شمېر 9 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...