دهلمند ملي امنیت پنځه تنه انسان تښتونکي نیولي دي

د هلمند د والي ویاند وايي: ملي امنیت منسوبینوهغه درې تنه نارینه او دوه ښځي نیولي، چي دوه تجاران يې تښتولې وه ، او د دریم کس د تښتوني هڅه يې پيل کړې وه.

نیول سوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی، او ویلي دي، چي دا کار يې د پیسو په خاطر ترسره کړی دی.

د هلمند د ملي امنیت کارکونکو له خوا د لښکرګا ښار بولان سیمه کي پنځه تنه اختطاف چیان چي درې يي نارینه او دوه يې ښځي وې نیولې دي.

ملي امنیت چارواکي وايي: دې کسانو اعتراف کړی، چي لومړی يې محمد عارف په نوم یو کس اختطاف کړی، چي د پنځلس لکه پاکستانیو کالدارو په بدل کي يې خوشي کړ، او تر هغه وروسته يې د افغانستان بانک پخوانی تقاعد سوی مدیر مومن خان اختطاف کړ، چي د یوویشت لکه کالدارو اخیستلو وروسته يې خوشي کړ، خو اوس يي تازه د عبدالغني په نوم د یوه کس د تښتوني هڅه کول چې د ملي امنیت منسوبنیو له خوا ونیول سوه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي: له دې کسانو سره وسلې، مهمات، ټلیفونونه او د خولې بندولو وسایل نیولي دي.

ځواک وايي: اختطاف چیان به خپل د عمل سزا ویني، او دوی به تر دې وروسته عدلي او قضايې ارګانونو ته سپارل کیږي.

دی وايي: د ملي امنیت له خوا د دې ډول ناوړه کسانو نیول به ښاریانو ته د امن ډاډ ورکړي.

د یادوني وړ ده چي، د هلمند ملي امنیت په پرله پسې توګه د اختطاف چیانو ډلي نیولي دي، خو عام اوسیدونکي بیا د اختطاف چیانو علني محکمه او هغوی ته سختې سزاوې غواړي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

468 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...