جلال ابادښارکي دکابل نړېوال خصوصي ښوونځي زده کوونکوته دافغانيو دچلښت په اړه عامه پوهاوی ورکړل سو

اخوا بيا جلال اباد ښاريان زده کوونکو ته دا ډول عامه پوهاوی ورکول ګټور بولي او وايي چې اوس په بشپړ ډول په ښارکې افغانۍ مروج سوې،خولويه ستونزه دنرخونود نه کنټرول يادوي.

که څه هم په ننګرهارکې اوس په بشپړ ډول دافغانيو چلښت مروج سوی، په جلال ابادښار کې دکابل نړېوال خصوصي ښوونځي مسولينو له خوا زده کوونکو ته د خپل ملي هويت پيژندلو په موخه عامه پوهاوی ورکړل سو.

د جلال اباد ښاريان بيا زده کوونکو ته د خپل ملي هويت پيژندلو په تړاو د عامه پوهاوی ورکول يو مثبت ګام بولي .

د ښاريانو په خبره چې اوس په ښار کې په بشپړ ډول افغانۍ مروج دي، خو لويه ستونزه د نرخونه نه کنټرول ده .

بل خوا بيا د ښاروالۍ مسولين دنرخ نامو دکنټرول ډاډ ورکوي او په خبره يې چې دافغانيو چلښت او پاکستانۍ کلدارو بنديز په نرخونو هېڅ اثر نه لري.

خبریال: خان ګل امرخېل

223 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...