کندهاروالي په مخامخ ډول دسلګونه ولسونوستونزي دحل په موخه واورېدې

د دوشنبې په ورځ کندهاروالي په مخامخ ډول د سلګونو ولسونو ستونزي د حل په موخه واورېدې.

د ليدني پرمهال د عدلیي، قضايي، ښاروالۍ، مهاجرینو، امنیتي او حقوقي ادارو مسؤلینو او د ولایت مقام مشاورینو هم ګډون درلود.

ليدنه کي د ښار او بېلابېلو ولسوالیو ښځینه او نارینه سلګونه مراجعینو په ډله‌ییز او جلا ډول د پوهني، روغتیا، ښاروالۍ، ځمکو د غصب، حقوقي، ټولنیزو ستونزو، خپل ‌منځي اختلافاتو، داخلي بې ځایه سوو، مهاجرینو او یو شمیر نورو برخو کي خپلي ستونزي کندهار والي سره شریکي کړې او د حل په موخه يې دکندهار والي څخه د مرستي غوښتنه وکړه.

وروسته کندهار والي اړوندو ادارو ته د خلګو د يادو ستونزو د رسېدو په موخه جدي سپارښتني وکړې او ترڅنګ يې له خلکو وغوښتل، چي د بېړنیو ستونزو پر مهال د ولایت مقام ۲۱۰ شمېرې سره اړیکه ونیسي او اطمینان یې ورکړ، چي یادي ستونزي به همغه شېبه د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکېږي.

کندهار والي ولسونو ته ډاډ ورکړ، د ولایتي ادارې دروازه تل د خلکو پر مخ خلاصه ده، دولتي ادارې ټولې د خلکو د خدمت لپاره جوړي سوي، د ولس هرې ستونزي، غوښتني او وړاندیز ته لبیک ویل کېږي.

دغه راز یې ټینګار وکړ، ولسونه دي د یووالي او بیارغوني لپاره د سیمه‌ ییزي ادارې ملاتړ وکړي، تر څو ټولو ستونزو ته په ګډه حل لار ولټول سي.

د یادوني وړ ده، چي کندهار والي هره دوشنبه په ولایت مقام کي د نورو مسؤلینو په شتون کي د خلکو ستونزي او وړاندیزونه اوري او د حل په موخه یې اړوند ادارو ته د حل په موخه راجع کوي.

551 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...