هلمندکي د ورستیو اورښتونو اوسیلابونو له امله ۲۹ تنوته مرګ ژوبله اوښتې

د لښکرګا ښار په شمو د هلمند په یو شمیر ولسوالیو کي د بارانونو او سیلابونو د راوتلو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند وايي: تر ټولو ځپل سوو سیمو يي د روغتیا او بیړنیو مرستو ټيمونه رسیدلي.

هلمند کي د  ورستیو اورښتونو له امله په کجکي ، ګرمسیر ناوې ، مارجې او مرکز لښکرګا ښارکي کورونه نړیدلي، چي له امله يې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي: د ورستیو سیلابونو او بارانو له امله د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کي نهه تنه وژل سوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون شل تنه ټپيان سوي دي.

دی وايي : دا مرګ ژوبله د کورونو د نړیدو له امله رامنځ ته سوې ده.

د ځواک په وینا سیمي ته يي د بیړنیو مرستو او روغتیا ټيمونه رسیدلي دي.

بل پلو د لښکرګا ښار په بیلابیلو برخو کي کورونو ته اوبه ورغلي او اوسیدونکي يي د کورنو پريښيدو ته  مجبور سوي دي.

د بولان سیمي اوسیدونکي وايي  : دولت باید په دغسي وختونو کي د ژغورني اقدامات بیړني کړي ، ترڅو ولسونه له خطرونو وژغورل سي.

خو د لښکرګا ښاروال عصمت الله صمدي وايي  : پر وخت يي د ښار په بیلابیلو برخو کي کاري ټیمونو کار کاوه ، او ګڼي هغه سیمي ، چي کورونه يي د اوبو له ګواښونو سره  مخ وه ، ژغورلي دي.

سیلاب ځپلو ته د مرستې په خاطر د طبعې پيښو پر ضد ادارې او مرستندویه موسسات وايي : د شاوخوا دوه زره کورنیو لپاره يي خوراکي او البسي توکو مرسته چمتو کړې ، چي د کورنیو تر سروې وروسته به يي وویشي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

914 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...