ننګرهارکي تر بل هر وخت دګازو بيه لوړه سوې ده

جلال اباد ښاريان بيا وايي: د ژمي د موسم په رارسېدو سره په بازار کي دګازو نرخونه دومره لوړ سوي چې د رانیولو توان يې نه لري.

اخوا د ښاروالۍ مسولين د نرخونو دکنټرول ډاډ ورکوي خو زياتوي چې د واورو او بارانونو له امله د لارو په بندېدو سره د ځينو توکو نرخونه لوړ سوي دي.

د ژمي د موسم په رارسېدو او ورسره هم مهاله دبارانونو او واورو ورېدو له امله په بازارونوکې د ګازو بيې په بې ساري ډول لوړې سوي دي.

جلال اباد ښاريان بيا په ښارکي د ګازو د بيې له لوړوالي سر ټکوي او وايي، ژمی دې هوا سړه ده کاروبار نسته يو کيلو ګاز په پنځه نوي افغانۍ اخلي او په خبره يې چې دوی له زياتو ستونزو سره مخ دي.

ښاريان دغه راز د ښاروالۍ له مسوولينو او ولايتي چارواکو ګيله کوي چې د نرخونو کنټرول ته هيڅ پاملرنه نه کوي.

بل خوا بيا ګاز پلورونکي د ګازو د بيو د لوړوالي خبره مني او زياتوي چې دوی ګاز له ځايه په لوړه بيه اخلي د لارېې دکرايي او مصرف وروسته په کيلو کي يوه يا دوه روپۍ ګټي.

په ورته وخت کې د ښاروالۍ مسولين بيا د نرخونو د کنټرول ډاډ ورکوي اووايي.

د يادونې وړ ده چې يواځې په ننګرهار کي نه بلکې د هيواد په ډيری ولايتونوکي د ګازو بيې لوړې سوي دي.

خبریال: خان ګل امرخېل

300 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...