دجمهور رئيس دحکم له مخي په کندهارکي دخصوصي سکتور د مصؤنیت کمېټه جوړه سوه

ياده کمېټه، چي د دوشنبې په ورځ د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب په مشرۍ جوړه سوه غړيتوب يې د استناف څارنوالي، امنيه قومنداني، ملي امنیت ریاست، سوداګرۍ خوني، معادن او صنعت اطاقونو استازي لري.

په غونډه کي د يادي کمېټې پر طرزالعمل او راتلونکو کړنلارو بحث وسو او وويل سوه، چي ياده کمېټه به په عادي حالاتو کي په مياشت کي يو ځل او د ضرورت په وخت کي عاجل مجلسونه دايروي.

دغه راز لومړی د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب او ورپسې د غونډي ګډونوالو د جمهور رئيس د دغه اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل، چي په راتلوونکي کي به د خصوصي سکتور د مصؤنیت کمېټې له طريقه د ستونزو په حل کي د طرزالعمل مطابق کار کوي.

2972 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د جنوبي حوزې یو شمیر ښځینه مسؤلینو په ولایت مقام کي له کندهار والي سره وکتل

د هلمند او زابل د ښځو چارو رئیسانو او د هلمند والي د ښځو چارو ...