هلمند امنیه قوماندان:پر لویه لاره مو یوشمېر پولیس سرتیري او د هغوی دپوستو ټاورنه ټول کړه

امنیه قوماندان وايې دا هغه پولیس سرتیري وه ،چي له موټرو يې ناقانونه پیسې اخیستې.

دی و ايي: د کندهار هلمند پر لویه لاره او ګرشک اړوند ساحو کي يې د پولیسو هغه ټاورنه چي له موټرو يي د پیسو اخیستلو لپاره جوړ کړي وه ونړول ، او له پولیسو يي تحقیقات پیل سوي دي.

وروسته له هغه چي پر عامه لویو لارو له موټر چلونکو څخه یو شمیر امنیتي پوستو ناقانونه پیسي اخیستې ، موټر چلونکو خپل ږغ پورته کړ او رسنیو ريپوټونه پرې خپاره کړه.

له دې سره سم د هلمند امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندي او ورسره پلاوي يي د ګرشک ولسوالی د لویې لاري هلمند کندهار دوه لاري او اړوند سیمو ټولي امنیتي پوستې وکتې.

هغه پولیس سرتیري يي په نښه کړه ، چي له موټر چلونکو يي ناقانونه پیسي اخیستې.

امنیه قوماندان د هغو امنیتي پوستو سرتیري تحقیق ته معرفي کړه ، چي ناقانونه پیسو اخیستلو تورن وه.

پر دې لویو لارو ، د هرات څخه راتلونکي سوداګریز موټرونه په ساعتونو ساعتونو د پولیسو له خوا درول کیدل ، او بیا ترې په زرګونه افغانی ناقانونه پیسي اخیستل کیدي.

امنیه قوماندان وايي : دغه حالت د زغملو نه دی ، او دوی په دې لیدنه کي ، ټول هغه ټاورنه چي پولیسو د ناقانونه پیسو اخیستلو لپاره جوړ کړي وه ، ونړول دغه راز يي موټر چلونکو ته خپلي شمیري ورکړې دي ، ترڅو د پولیسو له خوا د پیسو اخیستلو پر مهال امنیه قوماندان موظف کسانو سره په تماس کي سي.

د یادوني وړده چي ، د کندهار هلمند ، کندهار هرات او سنګین دوراهي یو شمیر امنیټي پوستي له موټرو ناقانونه پیسي اخلي.

موټر چلونکي وايي : د شپې مهال له  دې ډول امنیتي پوستو سخت په تکلیف وه ، او که به يي پیسي نه ورکولې تر وهلو او ترټلو به خبره رسیده.

خبریال: عبدالرحیم  مطمین

467 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

ولايتي شورا وايي، دشهيدانو او معلولينو دحقونو څېړنه به وکړي

دولايتي شورا نوبتي غونډه، چي دشورا درئيس حاجي سيد جان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې ...