ناټو منلې چې په منځني ختیځ کې به خپل حضور ډېروي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلیفوني خبرې کړې دي.

ټرمپ له نوموړي غوښتي چې په منځني ختیځ کې ناټو ډېره دخیله کړي، ځکه دا د نړیوال امنیت لپاره مهم اقدام دی. سټولټنبرګ منلې چې دوی به په سیمه کې خپل حضور پراخ کړي.

هغه پر امریکايي ځواکونو د ایران راکیټي بریدونه هم غندلي او په خبره یې دا مسئله به ناندرۍ نورې هم اوج ته ورسوي. نوموړي ټینګار کړی چې ناټو په سیمه کې د ثبات لپاره هڅه کوي او د ترهګرۍ ضد جګړې ته ادامه ورکوي.

505 ټول کتل سوی شمېر 25 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهار د فرصت ښوونيز مرکز لخوا د ولايت مقام مرستيال ته ۱۵۰ سکالرشپونه ورکول سوه

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ د ولايت مقام له مرستيال عبدالحنان منيب سره ...