دځان په بیه دبل دګټو ساتنه

تقریبا څلور لسیزي کیږي چي په هیوادکي ناولي او دپردیو استخباراتي کړیو لخوا  جګړه او  ورور وژنه روانه ده .

دې  ناروا او بې مفهومه جنګ  دوطن هر څه  له منځه یوړل ، زموږ عام المنفعه تاسیسات ، ښوونځي ، سړکان او ملي شتمني يې  دخاورو سره خاوري اوله منځه یوړل ، خولا هم دهیواد د دښمنانو زړه نه دئ سوړ سوی او بیا هم دهیواد ورانولو ته دوام  ورکوي.

موږ وینو هغه جنګي ډلي ،چي دهيواد په ورانولو کي کي لاس لري مشران يې دهيواد څخه بهر خپلي ميلې او چړچې کوي او  دجنګ لپاره دنورو اولادونه په  سره  اور کي سوځوي .

یو له دغو ډلو څخه دحقاني شبکه ده ، چي ټول مشران يې په پا کستان ، دوبۍ او نورو هيوادو کي خپل تجارت او دپیسو په ټولولو لګیا دي او د نړۍ په سطحه هوسا او دعېش او عشرت  ژوند لري .

دوی په ځانګړي ډول دپاکستان داستخباراتوسره نیژدې اړیکي لري  خو کشران يې په جګړه کي وژل کیږي ، تر اوسه ددوی هیڅ یو مشر هم  نه دئ نیول سوی، خو دجنګ او مرګ ژوبلي بیه يې کشران پريکوي ، نو دغو کښته رتبه قوماندانانو او افرادو ته   په کار ده چي په دې پوه سي او یو ځل دخپلو مشرانو داستراحت ژوند ته وګوري او فکر وکړي ، چي ولي ناحقه دپردیو دګټو لپاره قرباني ورکوي او دا ترکومه   ؟  او که چیري دعقل څخه کار و انه خلي بیا به پښیماني هیڅ ګټه ونلري ، متل دي وايې تاوان ،چي هر ځاي راوکرځوې ګټه ده .

د سوله ايز او پرمختللي افغانستان په هيله

ميوند مراد

316 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د بې طرفه علماوو ډلې سولې ته کار پيل کړ / نوید احمد څرک

د افغانستان د بې طرفه علماوو ډله چې د سه شنبې په ورځ له کابل ...