د بې طرفه علماوو ډلې سولې ته کار پيل کړ / نوید احمد څرک

د افغانستان د بې طرفه علماوو ډله چې د سه شنبې په ورځ له کابل څخه کندهار ولایت ته لاړه، سپين بولدک ته رسیدلي او غواړي طالبانو سره په اوربند او سوله خبرې وکړي.
دیني علماوو له کابل څخه د حرکت پرمهال ویلي چې په ټول توان به هڅه وکړي چې د جګړې ښکیلو غاړو ته قناعت ورکړی چې سوله د اسلام مبارک دین کې تر جګړې لومړیتوب لري.
دیني علماوو وروسته له هغې دا اقدام وکړ چې اوس تر بل هر وخت د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی او سولې ته د رسیدو لار پيدا شوې ده.
د طالبانو نیمایي برخه یې هم په سوله او اوربند باندې باور لري او یواځې ځینې ډلې طالبانو کې شته چې اختلافات یې راپورته کړی او هڅه یې دا ده چې اوربند او سولې پروسه ناکامه او جګړه دوام پيدا کړي.
د جګړې دوام کې د ځینې طالب وسله والو او طالب مشرانو شخصي ګټې خوندي دي او که جګړه نه وي، بیا د دوی کاروبار ورسره ختمیږي.
د دیني علماوو بې طرفه پلاوی چې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ ته رسیدلی، هلته یې رسنیو سره خبرو کې ویلي چې د اسلام په مبارک دین کې به د منځګړي رول ولوبوي او هڅه به وکړي چې ښکیلې خواوو ته قناعت ورکړي.
دیني علماوو دې ډلې دا تحریک له هرکلي سره مخ دی، ځکه همدا دیني علماء کولی شي خلکو ته اسلام له نظره د جګړې او سولې ګټې او تاوانونه ډاګیز کړي.
تاوتریخوالی په اسلام کې نشته او د دیني علماوو د دې ډلې ټینګار او هڅه به دا وي چې اوربند ته طالبان تشویق کړي، اوربند د سولې پيل دی او کله چې اوربند وشو د سولې دروازه پرانیزې.
دیني علماوو دا ټینګار هم کړی چې سوله دې پروژه نه وي، بلکې پروسه دې شي چې ټولې ښکیلې غاړې یو بل سره باور پیدا او سولې ته ورسیږي.
که طالبان په رښتیا هم سولې باندې باور لري او جګړه پای ته رسوي، د دیني علماوو بې طرفه ډلې سره دې قناعت وکړي او له هغې جګړې دې لاس واخلي چې قرباني یې افغانان دي او ګټه یې بهرني هېوادونه وړي.
طالبانو کې هم داسې ډلې شته چې په دې ښه پوهیږي چې جګړه پردۍ ده او زیان یې افغانان او افغانستان ته رسیږي، خو د مجبوریت له مخې د طالبانو په ډله کې دي او د دې ورځې په تمه دی چې یوه ورځ به سوله وشي او له دې بدبختیو به خلاص شي.
افغانان اوس په تمه دي چې د سولې له ولسي حرکت سره یو ځای به د سولې لپاره د علماوو بې طرفه ډله د سولې پروسه کې ښه رول ولوبوي او افغانان به هغه ارمان ته ورسوي چې له کلونو راهیسې یې لري.
دیني علماء په پام کې لري چې سولې ته د کار کولو او سولې ته د رسیدو لپاره د سپین بولدک تر څنګ ځینې نورو سیمو ته هم لاړ شي او د سولې پروسه بریا ته ورسوي.

1257 ټول کتل سوی شمېر 95 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دځان په بیه دبل دګټو ساتنه

تقریبا څلور لسیزي کیږي چي په هیوادکي ناولي او دپردیو استخباراتي کړیو لخوا  جګړه او ...