د کندهار ولایت مقام خبرتیا

دا چي په اوسنیو حالاتو کي د ګران هیواد افغانستان او په خاص ډول کندهار کي دولتي املاک د غصب د ګواښ او تهدید سره مخ دي او یو تعداد بې مسؤلیته اشخاصو له لوري د ځمکو او املاکو قبضې جریان لري او په غیر شرعي او غیر قانوني ډول یې پیر او پلور د دې شعار لاندي ترسره کوي.
( د شخص دي ذمه وار او د دولت دي نه یم)

د دولتي املاکو لاس پر لاس کول، په ناجایزه او ناروا ډول د معاملاتو راکړه ورکړه حکومت او ولایتي ادارې ته په هیڅ ډول د منلو وړ نده.

د کندهار ولایتي اداره د دې ناوړه حالاتو پوره څارنه کوي او همدارنګه ولسوالانو او امنیتي ځواکونو ته هدایت کیږي، چي د مسؤلیت او احساس له مخي د خپل سرو قبضو په مخنیوي او د هغو اشخاصو، چي د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي شتمنۍ لوټوي په کلکه مخه ونیسي.

هر هغه څوک، چي د ملکیت او جایداد په اړه د رانیولو اراده ولري لومړي دي د بنیادي اسنادو د برابرولو لپاره د املاکي دفاترو څخه خپل اطمینان ترلاسه او وروسته دي معامله ترسره کړي، که هر څوک د املاکي قوانینو بغیر غیر قانوني معامله ترسره کړي بیا یې اسناد دولت ته د منلو وړ ندي او په اړه به یې قانوني اجرات کیږي.

 

144 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دملي امنيت رياست خبرتيا

دکندهار ملي امنيت رياست د کندهار ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکوي، چي ټول منسوبين يې، ...