طالبان او داعش د کعبې د امام له نظره / عبدالمنان توحیدیار

د کعبې امام چې د پاکستان په سفر راوتلی، له یوې رسنۍ سره مرکه کې یې ویلي چې طالبان او داعش وسله وال له قران او حدیثونو ناسم تفسیر کوي او تاوتریخوالی یې رامنځ ته کړی دی.
د کعبې امام شیخ خالد الغامدي افغانستان کې د داعش او طالبانو فعالیتونو په کتو ویلي چې دا ډلې د اسلام له دایرې خارج دي او نباید اسلام د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي.
دوی د افغانستان اوسنۍ جګړه چې طالبان او داعش یې د افغانانو پروړاندې کوي، ترهګري یاده کړې او غوښتنه یې کړې چې نباید ځوانان د دې ډلو په کاذبو تبلیغاتو تیروځي او بې ځایه ځانونه ووژني.
شیخ اندیښنه ښودلې چې د داعش او طالبانو په څېر ترهګرې ډلې چې د اسلام له نوم ناوړه ګټه اخلي او ځوانان بې لارې کوي، که دا لړۍ دوام پيدا کړي د دې ډلو له کبله به د اسلام نوم بد شي.
الغامدي ویلي چې اسلام د سولې دین دی او هیڅ ډول تاوتریخوالي ته پکې ځای نشته، هغه له دینی علماوو هم غوښتي چې په دې تړاو خپل وعظونه ځوانانو ته وکړي او پرینږدي چې بې ځایه او کاذبو تبلیغاتو باندې تیر وځي.
سعودي عربستان تر دې وړاندې هم افغانستان کې جګړه فساد بللی و او د افغانانو وژل کیدل یې د اسلام له دایرې خارج کسانو یاد کړی و.
خو طالبان چې له اسلام ناوړه استفاده کوي، هیڅ کیسه کې یې نه دی او د شومو اهدافو لپاره جګړې ته دوام ورکوي او بده دا چې دې جګړې ته بیا د جهاد نوم ورکوی.
طالبانو چې اوس د افغان ځواکونو له قهر سره مخ دي، داسې ورځ راتلونکې ده چې لکه دداعش به خپلې وسلې کیږدي او افغان ځواکونو ته به تسلیم شي.
خو ښه خبره دا ده چې دا ډله سوله وکړي او نور د افغانانو له وینې تویني لاس واخلي.
طالبانو اتلس کلنې جګړه کې دومره افغانان قربانی کړي چې کلونه به یې جبران نه شي کړلی، خو بیا هم افغانان تیار دي چې دا ډله وبښي او نور د سولې لاره غوره کړی.
طالبان په هیڅ دین کې اوس د دې جواز نه شي ورکولی چې جګړه د افغانستان شرعي جواز لري او دوام یې د اسلام لپاره دی.
تاسو ولیدل چې مالیزیا، عربستان او کابل کې د دیني علماوو سترو غونډو کې فتوا خپرې شوې چې د افغانستان جګړه ترهګري ده او هیڅ دیني جواز نه لري.
خو طالبان چې څو بې سواده او جاهله کسان یې بې لارې کړي په بیلابیلو پلمو پرې بریدونه کوي او خپله د طالبانو مشران قطر او اسلام اباد کې هوسا ژوند ولري.
ایا یو طالب به ووایي چې د فلاني طالب مشر زوی ورسره لومړي خط کې جنګیدلی دی، یا یې ځانمرګی برید کړی دی، ښکاره خبره ده چې نا ، د طالبانو مشران شهادت او مرګ یواځې د غریب اولاد لپاره غواړی او هیڅکله تیار نه دی چې خپلو اولادونو باندې هوسا ژوند سور اور کړی.

1228 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

پاکستاني ریاست ته د پښتون ژغورنې غورځنګ خبرداری / عبدالمنان توحیدیار

پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا بنو کې ستره غونډه وکړه ...