کندهارکي دسولي په ملاتړغونډه جوړه سول

غونډه، چي د کندهار نجم ولايتي ادارې له لوري جوړه سوې وه پکښي دپوهنتون استادانو، مدني فعالانو او ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړی وو.

دغونډي ګډونوالو په یوه خوله پر شکیلو غاړو دسولي او اوربند ږغ وکړ.
غونډي ته وینا کي دنجم ولايتي ادارې مسول انجنیر احمدولي بریال او دپوهنتون استاد عبدالمالک نیازي وویل، چي سوله الهی امر دی او باید نور دجنګ ښکېلي غاړي جنګ پای ته ورسوي او دسولي لاره خپله کړي.

دوی دغه راز پر علماوو او ځوانانو هم ږغ وکړ، چي دسولي په ملاتړ ږغ پورته کړي او له نړیوالي ټولني يې له افغانستان سره دسولي په برخه کي دریښتنی همکارۍ غوښتنه وکړه.

دسولي په ملاتړ دې غونډه کي د استاد حمزه مومن حکيمي په ګډون ځینو نورو کسانو هم خبري وکړې او وې ویل، سوله يې لوی ارمان دی او نور باید په هیواد کي روان ٤٠ کلن تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

دغو کسانو په خپلو خبرو کي د اوربند او بین الافغاني خبرو پر ترسره کیدو هم ټینګار وکړ.

باید وویل سي، چي دغونډي په پای کي له ګډونوالو څخه په ګروپي شکل دسولي اړوند نظریات او وړاندیزونه هم راټول سول.

دیادوني وړ ده، چي تر دې مخکي هم په کندهار کي د سولي او اوربند په ملاتړ دغه ډول غونډي جوړي سوي دي.

خبریال: رحیمی

481 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د دوست هيواد هندوستان دجمهوريت ۷۱ کليزه ولمانځل سوه

ديکشنبې په ورځ په کندهارکي د دوست هيواد هندوستان قونسلګرۍ ددغه هيواد دجمهوريت د۷۱ کليزي ...