کندهارښار او ټولو ولسوالیوکي د نوو جوړېدونکوجوماتونولپاره ځایونه مشخص سوي

په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ دکندهار د بنايي تصدي مسؤلینو ولایت مقام کي کندهاروالي حیات الله حیات سره وکتل.

د ليدني په پیل کي د بنايي تصدي انجینر عصمت الله مسعود کندهار والي سره د دې ولایت په ښار او ټولو ولسوالیو کي د نوو جوړېدونکو جوماتونو د ځمکو د تثبیت اړوند معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چي بېلابېلو ولسوالیو کي د لسو جوماتونو د ځمکو د تثبیت رسمي چاري ترسره سوي دي.

نوموړي څرګنده کړه، په نژدې راتلونکي کي به د یادو جوماتونو د جوړېدو چاري پیل سي او په دې برخه کي یې ولایتي ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کندهار والي د جمهوري ریاست له لوري په ښار او ټولو ولسوالیو کي د جوماتونو د جوړېدو اقدام وستایه.

ښاغلي حیات څرګنده کړه، د ولسوالانو، ولسي شوراګانو، قومي مشرانو او ولسونو په همغږي د نوو جوړېدونکو جوماتونو لپاره ځایونه مشخص سوي او په دې برخه کي هېڅ ستونزه نسته او د امنیتي او ټولنیزو ستونزو د نشتون په اړه یې راغلو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چي د ولایتي ادارې او ولسونو ترمنځ نژدې اړیکو په هره سیمه کي د پروژو ښه تطبیق ته زمینه برابره کړې ده.

د معلوماتو له مخي، د جمهوررئیس په پېرزوینه د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړ ادارې له لوري د هېواد په ټولو ولسوالیو کي ۳۷۷ جوماتونه جوړېږي، چي په همدې لړ کي به کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کي هم نوي جوماتونه جوړ سي.

636 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د صفوان ملي مدني سازمان غړي کندهار ته د ملي یووالي پیغام سره راغلل

د چهارشنبې په ورځ سهار د ټول هیواد څخه د صفوان ملي مدني سازمان مشرتابه ...